د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

په عمومي لارو کې د ښځینه تشنابونو د کمبودۍ ستونزې


په روانه خپرونه کې په عمومي لارو کې د ښځینه تشنابونو په کمبود خبرې کوو،چې میرمنې یې له کومو ستونزو سره مخ کړي دي،؛ اړوندې ادارې په دې اړه څه وایي او له صحي پلوه د ډیر وخت لپاره د ادراوو ساتل څومره انسان ته زیان لري.

په عمومي لارو کې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ د تشنابونو کمبود یا نه موجودیت مسافرو ته ډیرې ستونزې پیدا کړي دي،په ځانګړې توګه میرمنې له دې پلوه له ډیرو ستونزو سره مخ دي.په ساعتونو،ساعتونو سفر او د لارې ستړیا له یوې خوا او د ابتدایي سهولتونو نشتوالی له بله اړخه میرمنو ته سفر ستونزمن کړی دی.

د کابل اوسیدونکې زرغونه وایي په کال کې دوه درې ځله کندهار ته سفر کوي،دا چې په لاره کې تشنابونه نشته نو له ډیرو ستونزو سره مخ شوې ده.

د شمال ولایتونو د موټرو په هډه کې مو څو تنه میرمنې ولیدې چې بلخ ته یې سفر په مخ کې وه دوی،د څو ساعاتو اوږده سفر له امله په ویره کې وې،یوه ویره یې دا وه چې د سفر په لاره کې د ښځینه وو لپاره تشنابونه نشته چې دوی ترې ګټه واخلي دوی ډیرو له همدې ویرې نه څه خوړل او نه څښل چې د لارې په اوږدو کې د تشناب ضرورت ورته پیدا نه شي.

له صحي پلوه که یو انسان د ډیر وخت لپاره ادرار وساتي او ژر رفع حاجت ونه کړي نو ګڼې صحي ستونزې ورته پیدا کیدای شي.

په امرخیل کلینیک کې د نسایي ولادي برخې ډآکتره فریده امرخیل وایي چې که ادرار ډیر په مثانه کې وساتل شي نو انسان ته یو لړ جدي ستونزې راولاړوي.

په نورو هیوادونو کې د عمومي لارو او سرکونو د آبادولو په وخت کې په هرو ۵ یا ۱۰کیلو مترو فاصله کې د تشناب سیستم او په نظر کې نیول کیږي خو زموږ په هیواد کې لا دا چاره تر اوسه نه ده عملي شوي.

د ټولګټو وزارت فني او ساختماني معین انجینر احمد شاه وحید وایي په عمومي لارو کې د مسافرینو لپاره څه ناڅه تشنابونه موجود دي،خو دا بسنه نه کوي او دوی په آینده کې دې برخې ته جدي پام کوي.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:04 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG