د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

د ماشومانو وېرول پر دوی څومره بد اغېز کوي؟


ماشومان له هغو ګلونو سره تشبه کوی شو چې د پالونکی ښه ساتنه او پالنه غواړي؛ ماشوم دې ته اړتیا لري چې خبرې یې واورېدل شي؛ غوښتنې یې پوره شي، یا هم په نرمو خبرو قناعت ورکړل شي.

اروا پوهان وایي چې که ماشوم وډارول شي؛ نه یوازې دا چې د ماشومتوب په دوره کې بدې اغیزې پرې کوي؛ بلکې کله چې لویږي هم نارمل نه وي، لکه څنګه چې په کار وي زده کړې نه شي کوی د خلکو مخکې خپل نظر نه شي ویلی همداسې ډېرو نورو ستونزو سره هم مخ کیږي.

لکه څنګه مو چې مخکې وویل؛ په ماشومتوب کې وېرول، د انسان په ټول ژوند بدې اغیزې کوي؛ د کابل پوهنتون له څو تنو هغو محصلینو سره غږېدلي یو چې په کوچنی والی کې ویرول شوي.

د یو شمېر کسانو په باور له ځینو هغو شیانو نه د ماشومان وېرول چې هغوی ته تاوان رسوي؛ لکه اور او اوبه مناسب کار دی.

د کابل اوسیدونکی شاکر وایي چې دا وېرول هم باید په داسې بڼه وي چې د کوچني په ذهنیت بد اثر ونه کړي.

لیکوال، شاعر او د علومو اکاډمۍ مشاور سلیمان لایق چې ۸۶ کلن دی؛ وایي، کورنۍ یې چې له کومو شیانو نه په ماشومتوب کې وېرولی؛ تراوسه یې له ذهنه نه دي وتلي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG