د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

د"Club25"ځوانان پخپل ژوند کې ۲۵ ځله وینه اهدا کوي، تاسې څنګه؟


تر اوسه به مو په ژوند کې څو ځله وینه اهدا کړي وي؟ که تر اوسه مو چا ته وینه نده ورکړې نو ولې؟ ډاريږئ؟

موږ مو په ننۍ تاندې څانګې کې د وینې د ورکړې د ګټو تر څنګ د ځينو ځوانانو له داسې ډلو خبروو چې غواړي پخپل ژوند کې ۲۵ ځله وینه اهدا کړي، د دغو ډلو نوم دی Club25 یا ۲۵ ډله. تاسې هم د دې ډلو غړي کېدلی شئ.

څو ورځې مخکې د عاشورا مراسمو لپاره د چمتوالي په یوه غونډه کې د افغانستان د اهل تشیع عالمانو له خپلو خلکو وغوښتل چې د خپلې وينې د بې ځایه تویولو پر ځای دې خپله دغه وینه ضرورتمندو یا اړو ناروغانو او ټپيانو ته ورکړي.

په کابل کې د وینې مرکزي بانک د چارواکو د مالوماتو له مخې دوی د دغو مراسمو په ترڅ کې د وینې د راټولو لپاره خاص تدابیر نیولي دي. خو دوی دا انديښنه هم څرګندوي، د دې لپاره چې وينه تر یوه محدود وخته ساتل کيدای شي نو ځکه ښايي دمه په دمه له خلکو وینه واخلي.

په کابل کې د وینې مرکزي بانک مشر احمدمسعود رحماني خوښ دی چې اوس په افغانستان کې نورو ته وینې ورکړې فرهنګ په عاميدو دی او د پخوا غوندې خلک د وینې په اهدا کولو ډار نه حس کوي. ښاغلی رحماني وايي چې د دغه فرهنګ په عامولو کې رسنيو او ځينو لوړ پوړه چارواکو مهم رول لوبولی دی.

روان هغه ځوان دی چې پخوا د وینې د ورکړې په اړه یو تشويش ورسره و او چا ته يې وینه نه ورکوله خو اوس يې هغه اندېښنه ورکه شوې، دی وايي چې نورو ته د وینې ورکړې د ګڼو روغتیايي ګټو تر څنګ رواني او معنوي ګټه هم رارسولې ده.

په طبي نړۍ کې وینه داسې څه دي چې په مصنوعي ډول نشي رامنځ ته کېدای، نو ځکه یو انسان له بل انسان څخه وینې اخیستلو ته اړ کیږي. لکه څنګه چې اوس ورو ورو په افغانستان کې اړو کسانو ته د وینې د ورکړې فرهنګ په عامېدو دی، یو بل څه چې تر اوسه په افغانستان کې بابيزه ګڼل کیږي، هغه دا چې تر څو کوم څوک ناروغ نشي ډاکټر ته نه ورځي. د افغانې سرې میاشتې ټولنې د HIV/AIDS د مخنيوي پروژې عمومي مدیر ډاکټرعطاءالله محمودزی وايي، دوی د دې لپاره چې د ځوانانو له روغتیا خبر شي Club 25 یا د ۲۵ ډله په نوم يې څو ډلې جوړې کړې، د دغو ډلو د فعالیتونو په اړه ډاکټرمحمودزی وايي چې زموږ لومړنی هدف د افغانو ځوانانو له روغتیا څخه د ځان خبرول وو، ځکه چې زموږ اکثره ځوانان د فقر له کبله حتی خپل طبي معاینات نشي کولی، نو کله چې دوی وینه اهدا کوي، د دوی وینه معاینه کیږي او په دې ډول هم موږ او هم پخپله ځوانان د خپل صحت په اړه معلومات پيدا کوي چې که خدای مه کړه کومه جدي ناروغي لري، پخپل وخت يې درملنه پېل کړي.

د ډاکټر محمودزي د مالوماتو له مخې د ۲۵ ډلو لړۍ له ۲۰۰۸ کال راهيسې پېل شوې، چې اوس مهال د افغانستان د څو ولایتونو په ۱۳۵ ښوونځينو کې فعاله کلپونه یا ډلې لري او هره ډله يې ۲۰، ۲۰ غړي لري.

ښاغلی محمودزی د دغو ډلو ځوانان د وينې ژوندي بانکونه بولي او وايي چې دوی يې یو ځانګړی ډيټابیس جوړ کړی چې کله هم چا ته د وینې ضرورت پېښيږي، موږ سره د دوی شمېرې دي، خبروو یې او د وینې د اهدا کولو لپاره یې راغواړو.

شریف بینا په کابل کې د ۲۵ ډلې غړی دی چې تر اوسه يې څلور ځله خپله وینه ناروغانو، ټپيانو او نورو اړو کسانو ته ورکړې او غواړي پخپل ژوند کې ۲۵ ځلې وینه اهدا کړي، ده یوه خاطره هم راسره شريکه کړې ده:

((تراوسه مې څلور ځله وینه ورکړې، هر وخت چې بیا هم ضرورت پيدا شي، زه به وینه ورکوم او که خیر وي ۲۵ ځله به پوره کوم. یوه کیسه به درته وکړم چې نه مې هيريږي. موږ د کندز د پېښې ټپيانو ته د مرستو او د وینې د راټولولو کمپاین کاوه، ښار کې وم. څو کاریګر مې ولیدل، چې موږ يې په عامه اصطلاح جوالي یا مزدورکار بولو، ما نه يې پوښتنه وکړه چې څه کوې؟ ما ویل د کندز د پېښې ټپيانو ته وینه ټولو. نو باور وکړئ چې څلور کسه راسره روان شول، خپل کار يې پرېښود، له منډيۍ راسره راغلل او وینه يې ورکړه، چې ما دلته کیسه وکړه نو ټولو افرین ورباندې وایه .))

او روان بیا هم هغه ځوان دی چې په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل وینه اهدا کوي او په دې فخر کوي چې د ده په وینه د یو چا زړه له دريدو ژغورل کیږي، روان وايي چې که غواړې ذهني او روحي ارامي تر لاسه کړې نو له یو چا سره مرسته وکړه او بیا وګوره چې څومره روحي ارامتیا حس کوې، دی وايي چې دغه حس په بل هيڅ قیمت نه پيدا کیږي.

افغانستان د هغو هيوادونو په ډله کې دی چې په تلسمیا یا د وینې په سرطان اخته ناروغان لري او همدا راز د میندو د مړينې کچه هم پکې لوړه ده، چې لامله يې هر کال ګڼې میندې د زيږون پر مهال د وینې د ضایع کیدو له کبله مري. د ډاکټر عطاءالله محمودزي په خبره د ځوانانو اهدا شوې وینه که یو خوا په تلسمیا ناروغۍ اخته کسانو او هغو میندو ته چې تازه يې ولادت کړی وي، رسيږي نو بلخوا د ځينو پېښو د ټپیانو ژوند هم ژغوري.

راځئ د یوې مور (ملالۍ) د زړه غږ هم واورو، چې څوارلس کلنه لور يې په تلسمیا ناروغۍ اخته ده، وجود يې هره میاشت وینه کموي او که په وخت وینه ورونه رسيږي مري. خو نن ځکه خوشاله وه چې لور ته يې يوه ځوان د خپلو رګونو وینه ورکوله. آغلې ملالۍ وايي چې زما د لور ژوند د یوه بل انسان په وینه پورې تړلی، که څوک مهربانه شي او وینه ورکړي نور لور مې پاتې کیږي او که نه نو خدای مه کړه، مري.

هغه ځوان چې د آغلې ملالۍ لور ته يې په هغه ورځ وینه ورکړه، محمدناصر و چې هم يې د یوې مور دعا واخیسته، هم يې د یو چا ژوند وژغوره او هم يې د ده په اصطلاح خدای خوشاله کړ، دی وایي چې ما غوښتل دې وړې ماشومې سره مرسته وکړم چې ژوندۍ پاتې شي، له ځانه خدای خوشاله کړم او د دې مور دعا واخلم.

د وینې د ورکړې فرهنګ عامول او د خپل هېواد مشکلات پخپله حل کول د ځوانانو کار دی. دغه خبره په کابل کې د وینې مرکزي بانک مشر احمدمسعود رحماني پخپل پيغام کې ځوانانو ته کوي او وايي چې له club 25 یا ۲۵ ډلې سره یو ځای شئ او ژوند وژغورئ.

په پای کې هم د ډاکټرعطاءالله محمودزي نظر اخلو، دی وايي چې د وینې ورکړه تاوان هيڅ نه او ګټې بې شمېره لري او که څوک وينه اهدا هم نه کړي، په څو ورځو کې پخوانۍ وینه پخپله د انسان له وجود څخه د غایطه موادو له لارې بهروځي. ښاغلی محمودزی وايي د دې پر ځای چې وینه مو له وجوده په غایطه موادو کې ضایع شي، د یو چا ژوند پرې وژغورئ.

نو چې زړه وينه په څو ورځو کې پخپله د انسان له وجوده وځي او د وینې ورکړه تاوان نه بلکې ګڼې روغتیايي، رواني او معنوي ګټې لري، ولې به يې څوک چا ته نه ورکوي؟ ښه ده چې د ګڼو هغو ځوانانو په ډله کې موږ تاسې هم ورګډ شو چې وینه ورکوي او د نورو ژوند ژغوري.

دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ: www.facebook.com/TandySagy

دا او د ازادي راډیو نورې خپرونې په دې انټرنټي پته هم موندلی شئ:www.azadiradio.com

او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: shafaqN@rferl.org

یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:52 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG