د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۳

کارتر: موږ افغانستان نه پریږدو


امریکایي لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د افغانستان په اړه په یوه مطلب کې لیکي، د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا د پالیسي د وروستي بدلون په دفاع تیره اونۍ وویل، دا خبره چې موږ افغانستان پریږدو دا به زموږ ماته وي.

هغه وویل، موږ افغانستان نه پریږدو او نه هم دا کار کولای شو او که داسې هم وکړو له هغو بریاو به چې ترننه پورې مو ترلاسه کړي، ګټه پورته نه کړی شو.

د لاس انجلس ټایمز په وینا که په افغانستان کې په څوارلسو کلونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د لاسته راوړنو په اړه د دفاع وزیرشک یوې خواته کړو اساسي پوښتنه دا ده چې د هغه دا خبره چې امریکا نه شي کولای له افغانستانه ووځي، څه معنی لري؟

لاس انجلس ټایمز وړاندې لیکي، امریکا یو ستر قدرت دی. دا هېواد په تیره بیا د خپل پوځي ځواک پر برلاسي توب ویاړي.

قدرت هم یوه هېواد ته د دې امکان ورکوي چې کله یې خپلې ګټې او ارزښتونه غوښتنه کوي، اقدام کوي او کله هم له اقدامه ډډه کوي.

خو د ورځپاڼې په وینا امریکایان باید دا پوښتنه وکړي چې متحده ایالات د نه انتخاب په صورت کې څه ډول اقدام کولای شي هغه چې کارتر د خپلې وینا په پیل کې ورته اشاره وکړه او ویې ویل چې ولې موږ نشو کولای له افغانستانه ووځو؟

د لاس انجلس ټایمز په وینا د دې پوښتنې ځواب د دې غوښتنه کوي چې متحده ایالات نه یواځې په افغانستان کې کارونه سم کړي بلکه دا کارپه عراق کې چې یووخت یې جګړه ختمه اعلان کړې وه خو بیرته د غچ اخیستنې په ډول پیل شوې، هم وکړي.

لاس انجلس ټایمز لیکي، په دواړو هېوادونو کې د امریکا د پوځ ستراتیژي له سختې ماتې سره مخامخ شوې ده.

بریتانوی ټیلګراف ورځپاڼې د کندوز پیښې ته په پام سره په دې ښار کې د ښځینه فعالانو پر وضعیت د یوه مطلب په پیل کې د مرضیه رستمي په نوم د یوې فعالې څرګندونې را اخیستې چې وایي، موږ بیرته کندوز ته نشو تللی.

ټیلګراف لیکي، رستمي وایي، کله چې خبره شوه چې وسله والو طالبانو د کندوز ښار ونیو، خپل کور یې پریښود او د یوه دوست په کور کې یې ځان پټ کړ.

هغه وایي، طالبانو د ماشومانو په مرسته د حکومتي چارواکو، د غیردولتي موسسو د کارکونکو، په تیره بیا د ښځو د حقوقو مدافع فعالانو کورونه په نښه کول.

رستمي چې په کندوز کې د سولې لپاره د ښځو د حقونو د یوې غیر دولتي موسسې مشره ده، وایي، د دې نوم هم د طالبانو په هغه لست کې و چې دوی پسې ګرزیدل.

تیلګراف وړاندې لیکي، طالبانو په ښارکې ډیره وراني رامنځ ته کړه، ودانۍ وسوځول شوې، د غیردولتي موسسو، سیمه ییزو ادارو دفترونه او دوکانونه لوټ شول او په دیوالونو کې د مرمیو سوري له ورایه ښکاري.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم افغان امنیتي ځواکونو پرکندوز ښاربیرته خپله ولکه ټینګه کړې خو دغه ښارته د شاوخوا دوه زره کورنیوچې تښتیدلي د بیرته ورتګ بهیرډیرورو دی.

خو میرمن رستمي او د دې په شان د ښځو د حقونو او د مدني ټولنې فعالان چې د وسله والو ډلو له خوا تعقیبیږي، وایي هیڅکله به هم بیا په دې ښارکې ځان مصوون احساس نکړي.

XS
SM
MD
LG