د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

رسنیزفعالیت ته ګواښ او اغیزې یې


د نن ورځې بحث رسنیو او خبریالانو ته د وسله والو مخالفینو ګواښونو او د رسنیو پر فعالیتونو د دې ګواښونو اغیزو ته ځانګړی کړی دی.

افغانستان کې په تیرو څو کلونو کې د بیان ازادي وده کړې، خو ترڅنګ یې رسنیو ته ګواښونه موجود وو او د خبریالانو د وژلو او وهل کیدو لسګونه پیښې ثبت شوي دي.

که څه هم دغه ګواښونه یوازې د وسله والو مخالفینو له خوا نه وو او حکومت پلوه کسان او محلي زورواکان هم په کې شامل وو، خو اوس اوس طالبانو دوه خصوصي تلویزیونونه طلوع او یک پر مرګ ګواښلي دي.

طالبان وایي چې دغو رسنیو د کندز د حملې پرمهال بې بنسټه راپورونه خپاره کړي او له دې وروسته د دوی په پوځي اهدافو کې دي.

په دې اړه د بحث لپاره راسره میلمانه دي.

د یک ټلویزیون مسئول مدیرعبدالله ازاده خنجاني.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې غړی قدیم ویاړ.

او د رسنیو بازار مسئول حمید پویا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:17:54 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG