په رواني لحاظ ښه او غوره نوم د یوه ماشوم شخصیت له ماشومتوبه مثبتې خواته بیایي؛ که چېرې د یوه ماشوم لپاره داسې نوم غوره کړو چې سمه مانا ونه لري؛ نو ښايي د ژوند په اوږدو کې د ماشوم پر شخصیت بده اغېزه وکړي.
لکه څنګه چې مور پلار په اولادونو باندې حق لري همداسې اولادونه هم په هغوی ځینې حقوق لري چې باید پرځای شي؛ د اولاد له حقونونه یو هم د مناسب نوم کیښودل دي.
جاوید چې په یوې رسمې ادارې کې کار کوي؛ وایي کله خو داسې بې معنا نومونه اوري چې لیکل یې ورته سخت وي.