په قرغزستان کې نن خلکو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې رايه اچونه پيل کړې ده. په دغو انتخاباتو کې د درغليو ادعاوې شوې دي.
د رايو مرکزونه ځايي وخت سهار اته بجې پرانيستل شوي دي. څوارلس ګوندونه او څه باندې دوه زره کانديدان د ولسي جرګې د ١٢٠ سيټونو لپاره مبارزه کوي.
په قرغزستان کې ۲ میلیونه او ۷ لکه کسانو د رايې ورکولو بایومتریک یا الیکترونیک کارتونه ترلاسه کړي دي.
د قرغزستان د انتخاباتو مرکزي کميسيون ويلي چې تر غرمه مهاله پورې د خلکو د ګډون اندازه شل فيصده وه. رايه اچونه پر ځايي وخت د شپې اته بجې پايته رسیږي.
دا په منځنۍ اسیا کې لومړنی ځل دی چې په یوه هیواد کې خلک د الیکترونیک کارتونو په وسیله رايه ورکوي.
د انتخاباتو مرکزي کميسيون تر دې مخکې ويلي وو چې د رايې ورکولو د دوه زره او درې سوه څلور اويا مرکزونو له جملې په ٥٢ انتخاباتي مرکزونو کې د رايې ورکولو اتومات بکسونه کار نه ورکوي.
دا هغه بکسونه دي چې خلک کولاى شي د بايومتريک يا برېښنايي کارډونو په مرسته په کې خپلې رايې واچوي.
د ازادی راډيو قرغزي څانګې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې د پوهنتونونو استادانو د سلګونو محصلانو په مرسته په دغو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ کړې دي.
په ځينو ساحو کې رايه ورکوونکي د رايې ورکولو مرکزونو ته په کوچنيو بسونو کې وروستل شوي دي.
د انتخاباتو ځينو برخوالو ويلي چې د پيسو پېشنهاد ورته شوى؛ ځينو نورو شکايت کړى چې د رايې ورکولو په ليستونو کې يې نومونه نه شته.
د قرغزستان ولسمشر المازبيګ اتمبايف د خپلې رايې تر کارونې وروسته له رايه ورکوونکو غوښتنه وکړه، چې له ٢٠١٠م کال وروسته په درېيمو ډيموکراتيکو انتخاباتو کې دې ”ثبات انتخاب کړي“.