د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

افغانستان

سوپکو: د افغانستان هیروین د اروپا بازارونو ته رسیږي

په افغانستان کې د بیارغونې لپاره د امریکا د مصارفو لوي څارونکی جان سوپکو وايي:امریکا پردې سترګې پټوي چې د افغانستان ستونزې، د دې هېواد پر پولو اوښتي دي.

سوپکو ویلي، د افغانستان هیروین د اروپا بازارونو ته رسیږي او افغانان په سیمه کې دریم سترګروپ دي چې اروپايي هېوادونو ته غیرقانوني مهاجرت کوي.

په هغه خبرپاڼه کې چې پرون [سه شنبه] د جان سوپکوله دفتره خپره شوې، ویل شوي چې د درغلیو او ناوړه استفادې له امله د امریکائیانو د مالیې ملیونونه ډالرضایع شوي او دا لړۍ لاهم روانه ده.

جان سوپکو د امریکا پرحکومت ږغ کړی چې په افغانستان کې په اغیزمن ډول د خپلو پیسو د لګولو لپاره هڅې زیاتې کړي او عاجل اقدام وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

نن د سردار محمد داود خان پر ضد د کودتا ۴۶مه کلیزه ده

نن جمعه د ثور اوومه د افغانستان د لومړني جمهور رییس سردار محمد داود پر ضد د کودتا له ۴۶ کلیزې سره برابره ده.
نن جمعه د ثور اوومه د افغانستان د لومړني جمهور رییس سردار محمد داود پر ضد د کودتا له ۴۶ کلیزې سره برابره ده.

نن جمعه د ثور اوومه د افغانستان د لومړني جمهور رییس سردار محمد داود خان پر ضد د کودتا له ۴۶ کلیزې سره برابره ده.

د ۱۳۵۷ کال د ثور په اوومه د افغانستان کمونست ګوند، چې له پخواني شوروي اتحاد سره یې ډېرې نږدې اړیکې درلودې، کودتا وکړه.

د دغې کودتا په پایله کې سردار محمد داود خان او د هغه د کورنۍ څو تنه غړي د کودتاچیانو له‌خوا ووژل شول.

څوارلس کاله وروسته مجاهدین چې له کمونېست ګوند او پخواني شوروي اتحاد سره وسله‌وال مخالفت کې وو، د ډاکتر نجیب‌الله د رژیم پر وړاندې خپله بریا اعلان کړه.

د افغانستان ډېری خلک د ۱۳۵۷ کال د ثور اوومه د افغانستان د بدبختۍ پیلامه ګڼي او د ۱۳۷۱ کال د ثور اتمه د افغانستان په تاریخ کې یوه توره ورځ یادوي.

د طالبانو له زندانه د درېیو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه شوې

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مرکزي دفتر یوه څنډه
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مرکزي دفتر یوه څنډه

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په افغانستان کې د طالبانو له زندانه د درېیو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دغې کمېټې چې مرکزي دفتر يې په نيويارک کې دى، پرون په يوه خبرپاڼه کې وويل چې اسماعيل سعادت، وحيدالله معصوم او احسان الله تسل تېره دوشنبه په خوست ولايت کې د طالبانو له خوا د امر باالمعروف ریاست له خوا نیول شوي.

دې کمېټې ټينګار کړی چې دوی باید سمدستي او له قید او شرط پرته خوشې شي.

سرچینو د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ته ویلي چې دغه درې خبریالان د اختر په ورځو کې د موسیقۍ د نشر او له ښځینه اورېدونکو سره د خبرو په تور نیول شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له طالبانو همداراز غوښتي چې له ټولو خبریالانو سره ناوړه چلند ودروي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

فوټسال؛ افغانستان او عراق پلې‌اف دور کې سره مخ دي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

د افغانستان او عراق د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا د اتلولۍ جام پلې‌اف دور کې سره مخ دي.

دا لوبه نن د تایلند په بنکاک کې د افغانستان په وخت د غرمې په ۱۱نیمو بجو پيلېږي.

د پلې‌اف بله لوبه د ویتنام او قرغزستان تر منځ ده.

د پلې اف دور اتله لوبډله به د اسیا د فوټسال د پنځمې لوبډلې په توګه نړیوال جام ته لار پیدا کوي.

افغانستان د اسیا د فوټسال په اتلولۍ سیالیو په لړ کې مخکې تر دې له ایران، کوېټ،بحرین او تاجکستان سره مخ شوی وو چې له ډلې یې بحرین ته ماته ورکړه او له کوېت سره یې مساوي کړه.

د افغانستان په ټولو ولاښتونو کې د اورښتونو، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی

په هرات کې په دې وروستیو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.
په هرات کې په دې وروستیو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست وايي چې نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ټولو ولاښتونو کې د اورښتونو، تالندې، برښنا او سېلابونو اټکل شوی دی.

دغه وزارت په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې پرون لیکلي چې په بېلابېلو ولایتونو کې به د باران اندازه له ۲۰ تر ۵۵ ملي مترو وي.

وړاندې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې د سختو بادونو د لګېدو اټکل هم شوی دی.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان ځینې ولایتونه د سختو اورښتونو او سېلابونو بهېدلو شاهدان وو چې خلکو ته یې د سر او مال زیانونه اړولي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره: افغانان باید وپوهېږي چې یوازې نه دي

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره کرن ډیکر

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو شارژدافېره وايي چې په افغانستان کې د بدلون لپاره به له عدالت غوښتنې لاس وانه‌خلي.

کرن ډیکر په افغانستان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور خپرېدو ته په اشاره په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې پرون لیکلي، افغانان باید وپوهېږي چې یوازې نه دي.

هغې دغه راز لیکلي: "د بشري حقونو مدافعان زما اتلان دي."

د امریکا دغې لوړ رتبه ډیپلوماتې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې په افغانستان کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو، د ازادو رسنیو ختمولو، پر سوله‌ییزو اعتراضونو حملو او مذهبي محدودیتونو ته اشاره شوې ده.

کرن ډیکر ویلي چې هره ورځ له دغو محدودیتونو سره خپل مخالفت څرګندوي.

افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کلنی راپور چې تېره دوشنبه خپور شو، ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې په دې هېواد کې بشري حقونه په پراخه کچه نقض شوي او د طالبانو حکومت د افغانانو خپلسرو نیونو، شکنجې، ځورونو، اختطاف، وژنو او ان جبري کډوالۍ ته دوام ورکړی دی.

طالبانو په خوست کې پنځه کسان په دُرو وهلي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د خوست ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د خوست ولایت موقعیت

طالبانو په خوست ولایت کې پرون پنځه کسان د غلا او اخلاقي فساد په تور په عام محضر کې په دُرو ووهل.

د طالبانو سترې محکمې پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له دغو کسانو یو تن د ۳۹ دُرو تر څنګ په پنځو او بل تن هم په همدومره درو وهلو او درېیو کلونو بند محکوم شوی دی.

بل تن هم د ۳۸ دُرو وهلو تر څنګ په څلورو کلونو او دوه نور په ۸ میاشتو او ۳۰ دُرو وهلو محکوم شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان د خوست د اسمعیل خېلو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې په عام محضر کې مجازات شوي دي.

طالبانو تر دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې مجازات کړي دي.

د طالبانو دغو اقداماتو د بشري حقونو د بنسټونو عکس العملونه هم پارولي او دوی له طالبانو غوښتي چې دغه ډول مجازات ختم کړي.

د افغانستان اتلانو لیګ درېیم فصل؛ د فوټبال دوې لوبې وشوې

ارشیف: په کابل کې د فوټبال سیالیو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د فوټبال سیالیو یو انځور

د افغانستان د اتلانو لیګ د درېیم فصل د فوټبال سیالیو په لړ کې پرون دوې لوبې وشوې.

خدیم اف سي، وتوانېد دوه د صفر په وړاندې د میوند اف سي ټیم ته ماتې ورکړي او بله لوبله د جوانان واحدي او عدالت اف سي ټیمونو ترمنځ درې د درې په وړاندې مساوي شوه.

د افغانستان د اتلانو لیګ د درېیم فصل د فوټبال سیالۍ تېره شنبه د افغانستان د فوټبال په نړیوال سټوډیوم کې پیل شوې.

په دې فصل کې په ټوله کې ۶۶ لوبې کېږي.

مقاومت جبهه: ایران داعش سره د تړاو په تور زموږ نیولي ۴ غړي بېرته خوشې کړل

له ارشیفه د مقاومت جبهې د یو شمېر جنګیالیو تصویر
له ارشیفه د مقاومت جبهې د یو شمېر جنګیالیو تصویر

د طالبانو ضد د ملي مقاومت په نوم جبهې په ایران کې له توقیفه د خپلو څلورو غړیو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی.

دې جبهې پرون چهارشنبې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی د ناسم پوهاوي پر اساس نیول شوي وو.

دغه کسان چې نومونه یې نه دي ښودل شوي، د روان کال د وري یا حمل په ۱۷ د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش د غړیتوب په تور د ایران په کرج ښارکې پولیسو نیولي وو.

نن د ملاریا له ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده

د ملاریا ماشی
د ملاریا ماشی

نن پنجشنبې د اپریل ۲۵ د ملاریا له ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.

د روغتیا نړیوال سازمان، WHO نن په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې د ملاریا په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ یو فرصت دی چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره د دوامداره پانګونې او سیاسي ژمنتیا پر اړتیا تاکید وشي.

دې سازمان ویلي چې په وروستیو کلونو کې د ملاریا د خپراوي مخه یو څه ډب شوې ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې ویلي وو چې د افغانستان ۲۷ سلنه وګړي په هغو سیمو کې اوسي چې په ملاریا ناروغۍ د اخته کېدو خطر پکې زیات دی.

دې ادارې وضعیت ته په پام د ملاریا ناروغي په افغانستان کې د عامه روغتیا یوه ستونزه بللې وه.

ملاریا هغه وژونکي ناروغي ده چې معمولاً د اوړي په تودو موسمونو کې د یوه غوماشي د چیچلو په وسیله بل کس ته سرایت کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه: طالبان دې بندیان کړي ۴ خبریالان خوشې او تړلي ۲ تلویزونونه فعالیت ته پرېږدي

ارشیف
ارشیف

د بې پولې خبریالانو ټولنې، RSF په افغانستان کې د څلورو خبریالانو د خوشې کیدو او دوو خصوصي ټلویزیوني چینلونو د فعالیت د بېرته پیلولو غوښتنه وکړه.

دې ټولنې ویلي چې دغه خبریالان او رسنۍ په تېرو څو اوونیو کې په دې هېواد کې د مطبوعاتو د ازادۍ په وړاندې د طالبانو د وروستیو ځپونکو اقداماتو قرباني شوي دي.

د بې پولنې خبریالانو د ټولنې په وینا، د راډیو څلور خبریالان په وروستیو څه باندې دوو اونیو کې د افغانستان په دوو مختلفو ولایتونو کې نیول شوي.

پر درېیو نیول شویو خبریالانو تور پورې شوی چې موسیقي یې خپروله او د خپرونو په مهال یې له ښځینه اوریدونکو ټیلفوني تماسونه ترلاسه کول.

طالبانو دغه راز تیره اونۍ د نور او بریا په نومونو دوه خصوصي ټلویوني چینلونه په دې تور چې ملي او اسلامي ارزښتونوته یې درناوی نه کاوه، بند کړل.

د جنوبي آسیا لپاره د بې پولې خبریالانو د ټولنې مشرې سیلیا میرسیر په یوه بیان کې وویل چې د مجازاتو دغه وروستۍ پرېکړې پر رسنیو د طالبانو د ځپونکو اقداماتو یوبل ګوزار دی او له طالبانو غواړي چې سمدستي دې څلور خبریالان خوشې او دوو ټلویزیوني چیلنونو ته بیرته د فعالیت د پیلیدو اجازه ورکړي.

د پولې خبریالانو ټولنې ویلي چې په تېر۲۰۲۳ کال کې چې افغانستان د ۲۰۲۳ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال نوملړ کې د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۲ ځای درلود، په دې هېواد کې لږترلږه ۲۵ خبریالان نیول شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG