د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د احمدشاه مسعود پلویانو په کابل کې د تشدد فضا رامنځته کړې وه


`
`

لویدیځو ورځپاڼو او خپرونو په خپلو وروستیو ګڼو کې د شهید د اونۍ د نمانځل کېدو؛ د تښتوونکو له منګلو څخه د یوې هالنډې مرستندویه کارکونکې د خوشې کېدو او د افغانستان د بیارغونې په اړه د سیګار د مشر د څرګندونو په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز لیکي، افغانستان تېره چهار شنبه په داسې حال کې د خپل ملي اتل احمد شاه مسعود ۱۴ تیلن ونمانځه چې د نوموړي وسله والو پلویانو په کابل کې ښار کې د تاوتریخوالي فضا رامنځته کړه.

نیویارک ټایمز لیکي، په موټرو او موټر سیاکلونو سپرو د احمد شاه مسعود پلویانو چې په وسلو هم سمبال وو؛ د کابل پر سرکونو تګ راتګ کاوه او د چارواکو په وینا په دې ورځ رامنځته شوو وسله والو شخړو او تاوتریخوالي کې لږ تر لږه ۲ تنه ووژل شول او پینځه نور ژوبل شول.

ورځپاڼه وايي له وژل شوو څخه یو تن يې د افغانستان د ملي امنیت د ادارې یو افسر و.

ګارډین:

برتانوی ورځپاڼې ګارډین بیا د تښتونکو له منګلو څخه د یوې هالنډۍ مرستندویه کارکوونکې د خلاصېدو موضوع یاده کړې ده.

ګارډین د هالنډ د بهرنیو چارو د وزارت په حواله لیکي؛ انیا ډي بیر چې د تیرې جون میاشت په ۲۲نېټه په کابل کې نامعلومو وسله والو اختطاف کړې وه؛ په روانه اونۍ کې خوشې شوه.

هالنډی چارواکو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي؛ انیا ډي بیر له خوشې کېدو وروسته له خپلې کورنۍ او د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سره ټلیفوني خبرې وکړې.

انیا ډي بیر له څو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې د سویس له یوې پراختیايي مرستندویه موسسې سره کار کاوه.

سټار اینډ سټرایپس:

امریکايې ورځپاڼې سټار اینډ سټرایپس په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتس د ادارې یا سیګار د مشر د څرګندونو ځینې برخې خپرې کړي دي.

ورځپاڼه د سیګار د مشر جان سوپکو په حواله وايي؛ متحده ایالات باید په افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې له خپلو خطاګانو زده کړه وکړي.

جان سوپکو د پنجشنبې په ورځ د واشنګټن په جورج ټاون پوهنتون کې د وینا پر مهال وویل؛ په افغانستان کې د تېرو ۱۳ کلونو ځاني قربانیو او مالي تاوانونو وروسته موږ نه یوازې دا چې افغانان د تلوسې په حالت کې پریښي دي؛ بلکې په افغانستان کې مو ۱۳ کلن ماموریت له یوه سره په خطر کې اچولی دی.

سټارز ایڼد سټرایپس ورځپاڼې د جان سوپکو له قوله لیکلي:

د افغانستان له بیارغونې سره شوې مرسته له هغې زیاته ده چې متحده ایالاتو له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د مارشال پلان له مخې لویدیځې اروپا ته ورکړې وه.

جان سوپکو ویلي، د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د خطاګانو اهمیت به هغه وخت نور هم زیات شي؛ کله چې متحده ایالات په عراق،سوریه او یمن کې خپله ښکیلتیا او رول پراخ کړي.

XS
SM
MD
LG