افغان ولسمشر وايي، افغانستان به د سولې او ثبات لپاره خپلې هڅې تر هغو جاري ساتي چې مطلوبې ته نتيجې ته رسېدلې نه وي.
محمد اشرف غني دا خبره تېر ماښام په ارګ کې د سام يا د عالي رتبه چارواکو د غونډې (Senior Officials Meeting) د پرانيستونکې وينا پر مهال وکړه.
ده وويل، په افغانستان پورې د سيمې د هېوادونو اتکا دا فرصت برابروي چې افغانستان د اسيا د تجارتي څلورلاري په توګه خپل تاريخي نقش بيا ترلاسه کړي.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتره د خپرې شوې اعلاميې په حواله ولسمشر غني ويلي؛ پر افغانستان له اتکا سره به نړيوال مارکېټ، سوداګرۍ او کارموندنې ته زمينه برابرېږي او افغانستان ته به د وارداتو اندازه کمه شي.
د افغانستان د مالیې وزارت د دغې غونډې لپاره يو مفصل راپور برابر کړی دى.
د دغه وزارت وياند اجمل حنيف عبدالرحيمزي وويل؛ افغان حکومت په تېرو لسو مياشتو کې د اداري اصلاحاتو؛ ښې حکومتوالۍ او عوايدو ټولولو په برخه کې خپلې لاسته راوړنې غونډې ته وړاندې کوي:
”هغه تعهدات یا شاخصونه چې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په مقابل کې درلودل؛ د دغو شاخصونو د اجرا په برخه کې نړېوالې ټولنې ته ګزارش ورکوي.“
د سام په نننۍ غونډه کې مرستندوى هېوادونه او سازمانونه پر خپلو هغو ژمنو بحث کوي چې د افغانستان له بيارغونې سره يې د توکيو او لندن په کنفرانسونو کې کړې وې.
د لندن په کنفرانس کې چې اته میاشتې مخکې جوړ شوى و؛ پر هغو مالي ژمنو یو ځل بیا ټينګار وشو چې د توکیو په کنفرانس کې شوې وې.
د توکیو په کنفرانس کې چې درې کاله پخوا د متقابل حساب ورکولو تر سرليک لاندې جوړ شوی و؛ ژمنه شوې وه چې تر ۲۰۱۵ کاله پورې به افغانستان ته د ۱۶ ملیارډو ډالرو مرستې روانې وي او له هغې وروسته به تر ۲۰۱۷ کاله پورې هم مرستې او ملاتړ دوام لري.
د دغو مرستو په بدل کې نړېوالې ټولنې له افغانستانه د اداري فساد په وړاندې د جدي مبارزې؛ ښې حکومتوالۍ، د ښځو او ماشومانو د حقونو د خونديتوب: اقتصادي ودې او امن د ښه کولو غوښتنه کړې وه.
بل خوا اکبر يا له افغانستان سره د مرستو د همږغۍ ادارې سام غونډې ته په څو مادو کې ځينې پېشنهادونه کړي دي.
دغې ادارې له افغانستان سره د نړېوالو له خوا د کېدونکو مرستو پر موثرتوب؛ ښې حکومتوالۍ، د خدماتو پر ښه والي او د ښځو د حقونو د پراختيا وړانديز کړى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د ريکا يا د سيمه ييزې اقتصادي همکارۍ شپږمه غونډه چې د اويا هېوادونو او سازمانونو استازو په کې ګډون کړى او پرون په کابل کې پای ته ورسېده.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني د ريکا شپږ دوه ورځنۍ غونډې په پاى کې دا غونډه له لاسته راوړنو ډکه وبلله او ويې ويل تر دې وروسته افغانستان هڅه کوي پر بهرنيو مرستو متکي نه وي:
”افغانستان د ريکا د پروژو او نورو اقتصادي پروګرامونو سره چې د اقتصادي ډيپلوماسۍ په چوکاټ کې يې تعقيبوي؛ هڅه کوي نور د بهرنيو مرستنو ترلاسه کوونکى نه وي؛ بلکې د سياسي او اقتصادي پراختيا لپاره يې له اقتصادي ظرفيتونو ګټه واخيستل شي.“
ښاغلي رباني وويل ريکا له افغانستان سره د اقتصادي همکاريو د جلب ميکانيزم نه بلکې د سيمه ييزو اقتصادي او تجارتي همکاريو د جلب اغېزناک ميکانيزم دى.
ده په خپلو خبرو کې د سيمې له هېوادونو او مرستندويانو په افغانستان کې د امن له ټينګښت سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
افغان چارواکو په دې غونډه کې وويل چې په سيمه کې اقتصادي، تجارتي او ټرانزيتي فرصتونه شته او افغانستان په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دى.
د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د ریکا پرانیست غونډې ته ویلي وو چې د افغانستان او سیمې راتلونکې په سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ او له طبیعي زیرمو څخه په ګټې اخیستنې پورې اړه لري.
د ریکا شپږ په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان په موجودیت په سیمه کې د انرژۍ، ټرانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې د ودې په اړه خبرې وشوې.
د اورګاډو پټلۍ، چاه بهار بندر، د لاجورد لار، د کاسا زر او ټاپي هغه پروژې دي چې د سیمې په سطحه یې د عملي کیدو لپاره د ریکا په غونډې کې ورباندې بحث وشو.
د ريکا لومړۍ غونډه لس کاله مخکې په کابل کې جوړه شوې وه؛ څلور نورې غونډې يې په پاکستان، هند، تاجکستان او ترکيه کې جوړې شوې.