د مور شیدې د ماشوم لپاره لوی نعمت دی؛ د مور شیدې هم غذا ده هم اوبه او هم دوا ډاکټران وایي چې د مور په شیدو کې د ماشوم د وجود لپاره کافي انرژي او هغه دفاعي مواد شته چې ماشوم له بطلابېلو ناروغیونه ساتي.
د مور شیدې چې هروخت ماشوم غواړي ورته تیارې دي پاکې دي او د حرارت درجه یې په هغه اندازه دی چې ماشوم ورته ضرورت لري. خو له دومره ارزښت سره سره بیا هم ځینې ماشومان د مور له شیدونه بې برخې دي.
د شیدو ورکولو په دوران کې د مور خوړوته نه پاملرنه فقر او بې وزلي رواني تشویشونه او د ځینو میندو دا مفکوره چې وایي ماشوم ته شیدې ورکول یې اندام خرابوي د دې لامل شوی چې اکثره ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
مستقیم لېنک