ويل کيږي د طالبانو په صفونو کې بې اتفاقي رامنځته شوې ده او ملا قيوم ذاکر؛ د کوټې شورا ملا حبيب الله او طيب آغا د ملا منصور له خوا د طالبانو له مشرۍ سره مخالفت لري. د طالبانو په خپل منځ کې اختلافات به د سولې پر بهير څه تاثير ولري؟
په همدې حال کې د راپورونو له مخې چين غوښتل د سولې د دوهم پړاو مذاکرات په دغه هيواد کې وشي؛ خو پاکستان غواړي مذاکرات په دې هېواد کې وشي.
پاکستان په داسې حالت کې څه کولای شي چې د سولې په بهير کې د طالبانو خپلمنځي مخالفتونه تر کنټرول لاندي کړي؟
په کابل کې د شخړې او سولې د مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت الله عظيمي سره ملالۍ بشير مرکه کړې ده او په سر کې يې ځيني پوښتلي چې له دې وروسته چې د ملا عمر مړينه تاييد شوه؛ دا واقعيت به د سولې پر پروسه څومره اغېز ولري؟