تېره ورځ افغان حکومت په رسمي توګه تاییده کړه چې د افغان طالبانو مشرملا محمد عمر دوه کاله وړاندې په پاکستان کې په مرموز ډول مړشوی.
د ملاعمرد مړینې خبرد سپينې ماڼۍ د مطبوعاتي دفتریوه ویاند هم تایید کړی.
اوس سوال دلته پیداکیږي دا چې ملاعمر دوه کاله وړاندې مړ شوی، نو د دیني او ملي ورځو په مناسبت د ملاعمر له ادرسه مطبوعاتي اعلامیې د چا له خوا خپرېدې؟
ازادي راډیو خبریال رحمت الله افغان دا موضوع د ولسي جرګې له غړي عبیدالله بارکزي، د چارو کارپوه نظرمحمد مطمین او د طالبانو له پخواني غړي سید اکبر اغا سره شریکه کړې ده چې تاسې یې اورېدو ته رابولو.