د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون د کاري کړنو طرزالعمل تصویب شو


د افغانستان د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون مسوولین وايي چې د کمېسیون د کاري کړنو طرزالعمل ترتیب او تصویب شوی دی.

د دې کمېسیون رییس د دوشنبې په ورځ ازادي راډیوته وویل چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو اونیو کې په انتخاباتي نظام کې د اصلاح د څرنګوالي په هدف له یو شمېر شخصیتونو، ډلو او بنسټونو سره سلا مشورې وشي.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون چارواکي وايي، د دغه کمېسیون کاري طرزالعمل ته په کتو د کمېسیون چارواکي ژمن دي چې په انتخاباتي نظام کې د اصلاح په هدف له بېلابېلو ډلو او شخصیتونو سره ملاقات او مشورې وکړي.

د دې کمېسیون رییس شاه سلطان عاکفي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کمېسیون د کاري کړنو طرزالعمل ترتیب او تصویب شوی:

((د کمېسیون د کار له پیله څه څو ورځې اوښتي، په دې ورځو کې کمېسیون وتوانېده چې د خپلو بعدي کړنو لپاره یو طرزالعمل جوړ کړي، په طرزالعمل کې د غونډو څرنګوالی د کمېسیون د دندو تقویم او اړیکو څرنګوالی په کې مشخص شوی چې الحمدالله دا کار وشو.))

ښاغي عاکفي زیاته کړه چې حکومت ژمنه کړې چې په راتلونکو څو ورځو کې به د دې کمېسیون د غونډو لپاره یو ځانګړی ځای مشخصه وي.

د کمېسیون مشر وویل چې تر اوسه هیڅ کوم دولتي ارګان یا چارواکي د څه په اړه ورته سپارښتنه نه ده کړې او همدارنګه یې هیله وښودله چې په راتلونکې کې هم داسې څه ترسره نه شي.

څلور ورځې وړاندې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون په لومړنۍ غونډه کې پریکړه وشوه چې کمېسیون به په دوه کاري کمېټو کې خپل کار مخ ته وړي.

لومړۍ کمېټه به د انتخاباتي لوایحو، مقرریو، د قوانیونو د تعدیل په څرنګوالی کار کوي او دویمه کمېټه به د انتخاباتي کمېسیونونو په تشکیلاتو، صلاحیتونو او انتخاباتي تشکیلاتو په ظرفیتونو کار کوي.

په ورته وخت کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وزیرانو په شورا کې ټینګار وکړچې د انتخاباتي اصلاحاتوکمیسیون به د اصلاحاتو عملي چارې ډیرژر پیل کړي:

((یوه مساله چې ګونګه پاتې وه او په اړه یې خلکو په میاشتو میاشتو پوښتنې کولې، په دې برخه کې عملي کار پیل کېدونکی دی.))

په ورته وخت کې یوشمېرکارپوهان ټینګارکوي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون غړي باید په خپلواکه او بې طرفه توګه خپل کارونه مخ ته یوسي، څو په راتلونکوانتخاباتو کې د تېرپه څیراشتباګانې اوغلطۍ تکرار نه شي.

یاد کمېسیون درې میاشتې وخت لري چې په انتخاباتي نظام کې د بنسټیزو اصلاحاتو لپاره خپل ټول راپورونه، وړاندیزونه او پریکړې حکومت ته وسپاري.

د انتخاباتو د څاربنسټونه وايي، که چېرې دغه کمېسیون غړي خپلې دندې په خپلواکه او مسوولانه توګه مخ ته یو نه شي، په افغانستان کې په شته ډیموکراسۍ به خلک بې باوره شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG