د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۲

ولې ځینې نارینه د خپلې میرمنې یا خور په ګټلو پیسو شرمیږي؟

زموږ په ټولنه کې ځینې خلک دا فکر لري چې ښځه نه شي کولای ګټه وټه وکړي او لاس ته راوړنې ولري؛ دوی په دې فکر دي چې که میرمن، خور یا لور یې له کوره بهر کار کوي او یوه اندازه پیسې لاس ته راوړي دا د دوی لپاره د شرم خبره ده؛ ځکه چې خلک یې ښځه ګټلي بولي.

په همدې خاطر د ښځې له کار کولو سره مخالفت ښیي یا داسې هم وایي چې د ښځې به څه ګټه وي یا د ښځې به څه توره وي.

ځینې خلک بیا دا فکر هم لري چې ښځه وړتیا نه لري؛ نه شي کولای له خپلې کورنۍ نه مالي ملاتړ وکړي دوی په دې نظر دي چې ښځه باید د څلورو دیوالونو په منځ کې وي او هغه استعدادونه چې لري یوازې له هغو دې کور کې ترې ګټه واخلي.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:21 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG