د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۱

د افغانستان په هوایي ځواکونو کې ښځینه پیلوټانې

په ورستیو کلونو کې ګڼې میرمنې د پولیسو او اردو لیکو ته لاړې چې له خپلو خلکو او هېواد نه دفاع او ساتنه وکړي؛ له خاصو قواوو نه نیولې کله کله له مخالفینو سره مخامخ جګړه او په هوایي ځواک کې د ښځو موجودیت د دې نماینده ګي کوي چې ښځینه هم لکه د نارینه وو په څېر د دې هېواد په مهمو چارو کې ونډه لري او دې ته ژمنې دي چې د هېواد له خاورې نه ساتنه او پالنه وکړي.

د افغانستان هوایي ځواک په ۱۹۲۴م کال د امان الله خان په وخت کې تاسیس شوی؛ خو ښځینه بیا ډیرې وروسته دې برخې ته راغلې یانې له ۱۳۵۸هـ ش کال نه راپه دېخوا میرمنې هوایي ځواک ته جذب شوې او دلته یې په کار او فعالیت پیل کړی دی.

کلونه وړاندې د افغانستان په هوایي ځواک کې لیلما او لطیفه دوه پیلوټانې خویندې وې چې د پیلوټۍ په برخه کې مسلکي زده کړې کړې وې او مختلفو ولایاتو ته یې پروازونه کول. د طالبانو له دورې نه وروسته کله چې مېرمنو ته په سیاسي او ټولنیزو موقفونو کې یو ځل بیا د کارکولو اجازه ورکړل شوه؛ نو یو شمېر میرمنې هوایي ځواک ته راغلې او په کار یې پیل وکړ.

اوس د افغانستان په هوایي ځواک کې ۶۰ میرمنې په مختلفو برخو کې کار کوي؛ خو یوازې دوه میرمنې نیلوفر رحماني او صفیه فروزي هغه پیلوټانې دې چې عملاً ولایاتو او جنګي ساحو ته پرواز کوي.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:06 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG