د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۰

د هنرمندو مېرمنو لپاره د شمامه ګالري فعالیتونه

شمامه ګالري
شمامه ګالري

په روانه خپرونه کې مو د شمامې ګالري ته بیایو چې څلورو مېرمنو په خپل شخصي لګښت جوړه کړې ده چې د هنر مندو مېرمنو آثار په وړیا ډول نندارې ته ږدي او خرڅوي یې ورته.

منیره یوسف زاده، سارا نبیل، سودابه مهر آیین او جهان آرا رفعي هغه څلور مېرمنې دي چې په ګډه او شخصي لګښت یې د شمامې غیر انتفاعي ګالري جوړه کړې ده؛ په دې ګالري کې د ښځو په لسګونه نقاشي شوي آثار نندارې او خرڅلاو ته اېښودل شوي دي چې د ښځو د ژوندانه مختلف اړخونه په کې انځور شوي دي.

د دې ګالري یوې بنسټ اېښودونکې منیره یوسف زاده وایي؛ دا لومړنۍ غیر دولتي ګالري ده چې هنري آثار نندارې ته ږدي؛ دا وایي، د دې ګالري په جوړولو کې مهمه خبر دا ده چې ټول کارونه یې په شخصي لګښت کړي او کوم دونر پیسې نه دي ورکړي.

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:00 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG