د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

ملي ارمان: داعش د ننګرهار پرخلکو محدودیت وضع کړی


په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش فعالیتونه او د سولې په روانو هلوځلو کې د پاکستان رول د کابل چاپ د نن ورځې د ورځپاڼو مهم مطالب او تبصرې جوړوي.

ملي ارمان:

ملي ارمان غیردولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چی داعش د ننګرهار پرخلکو محدودیت وضع کړی.

دې ورځپاڼې د ننګرهارد خلکو په حواله لیکلي چې دې کار دوی سخت اندیښمن کړي او باید حکومت ورته رسیدګي وکړي.

ملي ارمان په دې اړه د (داعش یا طالبان) ترنامه لاندې یو تحلیلي مطلب هم خپورکړی چې په کې راغلي، زموږ د خلکو د وژلو لپاره باید په یوه لاس کې دوه چړې ونه نیول شي.

د مطلب لیکوال ویلي، د افغانستان خلک پوهیږي چې داعش او طالبان یوه تنه لري.

اطلاعات روزغیردولتي ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې افغان چارواکو په څرګنده وویل چې د اسلامي دولت ډله یا داعش په دې هېواد کې حضور لري.

دې ورځپاڼې د اجرایه ریاست د لومړي مرستیال محمد خان له قوله لیکلي، افغان حکومت هڅې کوي چې د داعش یا طالبانو په نوم د ټولو هغو ډلو پر ضد ودریږي چې د نظام د کمزوري کیدو هلې ځلې کوي.

په مطلب کې د اجرایه رییس د مرستیال په حواله ویل شوي چې په ځینو سیمو کې طالبانو خپل سپین بیرغ په تور بدل کړی او یو شمېر پخواني طالب قومندانان اوس د داعش په جامه کې فعالیت کوي.

هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې د روانوهڅو او په دې برخه کې د پاکستان د ژمنو د عملي کولو په اړه یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې د جمهوري ریاست د یوه ویاند سید ظفر هاشمي له قوله راغلي چې ویلي یې دي افغان حکومت د سولې په برخه کې د خپلو ګاونډیو او ملګرو هېوادونو کړنو ته په تمه دی.

هېواد د ښاغلي هاشمي په حواله لیکلي چی پاکستان تردې وړاندې هم ډيرې ژمنې کړي خو مهمه دا ده چې خپلې ژمنې عملي کړي او اوس د ده په خبره د ژمنو د عملي کولو وخت را رسیدلی دی.

هېواد په یوه بل مطلب کې لیکلي چې د سولې خبرې به هغه وخت اغیزمنې وای چې په افغانستان کې جنګ بند شوی وای.

ویسا غیردولتي ورځپاڼې د افغانستان د اجرایه ریاست له قوله لیکلي چې له پاکستانه ناهیلي شوي یو.

دې ورځپاڼې په همدې مطلب کې د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند په حواله لیکلي چې افغان حکومت له وسله والو مخالفانو سره د سولې د خبرو په اړه مشخصه پالیسي لري او تر اوسه له هغوی سره د خبرو زمینه نه ده برابره شوې.

ویسا په یوه بل مطلب کې د څیړونکو هغه اندیښنې هم را اخیستې چې وایي، پاکستان د چین په ناسته کې د طالبانو له پلاوي نه د وسیلې په توګه کار اخلي.

چمتوکوونکی: نسیم شفق

XS
SM
MD
LG