یو وخت د ۲۰۱۴ کال ډول ډول اوازو خلک وارخطا کړي وو خو اوس زموږ ځوانان په څه وارخطا دي؟ ولې له هېواده تېښتې ته زړه ښه کوي؟ ایا له خپل وطن څخه تېښته مشکل حلولی شي؟ په داسې حالاتو کې موږ ځوانانو ته څه کول په کار دي؟ ننۍ تاندې څانګې دغه پوښتنې ځوابوي.
د کارپوهانو په نظر، کله چې په یوه هېواد کې سیاسي بدلون راځي نو له ځانه سره یو لړ ستونزې او ښېګڼې لري چې د وخت په تېرېدو سره د هېواد د پرمختګ لپاره د ستونزو پر حلولو غور کیږي او د حل لار ورته موندل کیږي. خو کله کله د مسایلو په حلولو کې د دولت لخوا ځنډ د دې سبب کیږي چې د هغه هېواد وګړي ناهیلي شي، پر دولت یې باور کم شي او هرڅوک د خپل سر د خېر غوښتلو په تکل کې شي.
د کابل پوهنتون دغه محصلان (لیمه، عزت الله او علیمه) وايي چې په افغانستان کې له اوسنۍ ناامنۍ، اقتصادي مشکلاتو او بېکارۍ له امله نور ناهیلي شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړ دوی به خپل وطن پرېږدي.
څه وايي چې (ژوند په امید خوړل کیږي) نورو خبرو نه وړاندې به د دغو امیدواره ځوانانو نظرونه هم واورو.
د میدان وردګ اوسېدونکی ګل نبي، د هلمند د لښکرګاه اوسېدونکی عبدالمالک عمران او د پکتیکا تاج الدین همت بیا خپل او د هېواد راتلوونکي ته خوشبینه دي او وايي چې دغه ټول مشکلات به حل شي او هيڅکله به خپل وطن څخه تېښتې ته زړه ښه نه کړي.
دوه محصلان لیوال افغان او محمد وصیل هم د هيواد راتلوونکي ته خوشبینه دي، دوی د ۲۰۱۴ کال یادونه کوي چې ګڼ ځوانان په تشويش وو او په قاچاقي لارو له هېواده بهر تلل، ۲۰۱۴ تېر شو خو هيڅ ونشول. دوی وايي چې بیا به هم همدا وطن وي او موږ به وو.
د کابل پوهنتون ځوان استاد محمود مرهون هم په دې نظر دی چې ځينې مافیايي ډلې د خپلو شخصي ګټو لپاره د افغانستان د وضعیت په اړه منفي تبلیغات کوي چې ځوانان باید باور پرې ونه کړي، دی وايي چې اوس افغانان هغه څو کاله پخواني وروسته پاتې خلک ندي بلکې فکر يې وده کړې، خپلو کې به لاس سره یو کوي او د هېواد د آبادۍ لپاره به په ګډه همکارۍ دغه هېواد له بحرانه اوباسي.
په قاچاقي لارو د افغانو ځوانانو تګ او د دوی د غرقېدو خبرونه کومه نوې خبره نده، څه موده مخکې یو ځوان چې دلته يې ښه دنده لرله خو د ناامنۍ له کبله له خپلې مېرمنې او دوو اولادونو سره په قاچاقي لاره په سفر ووت، افغانستان کې يې اجل نه و خو د سفر پر مهال يې کښتي ډوبه شوه، دی ژوندی پاتې شو خو مېرمن او اولادونه يې له منځه لاړل.
د کابل پوهنتون محصل ګل نبي د خپل یوه ملګري کیسه کوي او وايي چې خارجي هيوادونو کې مو څوک په پاچاهۍ نه کینوي، تر هغه ښه دا ده چې پخپل وطن کې پاتې شو او له ستونزو سره مبارزه وکړو.
غرڅنۍ ساهو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصله ده، هغه خپله یوه ملګرې یادوي چې دلته به اوس یوه ډاکټره وای خو په کاناډا کې د مکتب په کچه درس وايي، آغلې ساهو زیاتوي چې موږ د خپل وطن قرضداره یو، ځکه چې زموږ د درسونو مصارف د دولت په غاړه دي نو چې قرض مو خلاص کړی نه وي باید هيچرې لاړ نشو.
مورچې ناروغه وي باید درملنه او عیادت يې وشي، وطن زموږ مور ده. دا خبره د کابل پوهنتون محصل لیوال افغان کوي او یو بل ځوان مجیب الرحمن هم وايي چې که کور ته غل او یا مرض راشي نو څوک کور نه ورپرېږدي بلکې مقابله ورسره کوي.
په پای کې به د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون استاد امیرخان امیري خبرې واورو چې وايي هيڅ هیواد چا ته نورو وګړو ندی اباد کړی بلکې د هغه هېواد اوسیدونکو یوه بل ته لاس سره ورکړی، همکاري يې سره کړې او خپلې ستونزې يې پخپله له منځه وړي دي. ښاغلی امیري زیاتوي:
((د نړۍ اکثره هېوادونو په ځانګړي ډول د دريمې نړۍ هيوادونو بدلونونه او تحولونه تجربه کړي دي او د پرمختګ پر لاره يې یو لړ مشکلات ګاللي دي.
هرکله چې یو بدلون راځي د ټولو په زړه نه راځي، نو ځوانان- چې د یوې ټولنې د ملا تیر ګڼل کيږي- که ناهیلي شي او د فرار په تکل کې شي، له نورو څه ګیله؟ سمه ده چې ناامني او بیکاري ده خو فرار د حل لار نده. هيڅ هېواد بل چا چا ته ندی اباد کړی بلکې د هغه هيواد خپل وګړي او ځوانان وو چې ستونزې يې ګاللي، زحمت يې ایستلی، ناامیده شوي ندي، ځان او خپل هېواد يې له بحرانه ایستلی، نو که د بل په تمه اوسو، دا هسې یو خیال دی.))
سترګې او زړه مو ته يې، د ژوند اوبه مو ته يې
شکر نعمت يې زموږ چې شته يو شته مو ته يې
د مینې کور يې زموږ، وطنه مور يې زموږ...
د کاروان صاحب په همدې بیتونو چې جاوید امیرخيل سندره کړي دي، ننۍ تاندې څانګې رانغاړو، دغه خپرونه پر فیسبوک پيډا کړئ. پته ده:
http://Facebook.com/tandysangy
او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار یې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.