د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۴

په روژه کې د حامله او شیدې ورکوونکو میندو په اړه د اسلام احکام څه دي؟


روژه د الله (ج) فرض حکم دی چې په هر بالغ، عاقل او صحتمند انسان باندې فرض شوې ده؛ خو که یو انسان صحي مشکل ولري او ونه شي کړای چې روژه په سم ډول ونیسي؛ نو الله تعالی ورته په دې شرط د خوړلو امر کړی چې له ښه کېدو وروسته دې قضایي ونیسي.

همدا ډول یې حامله او شیدې ورکوونکو میندو ته هم د دې اجازه ورکړل شوې ده چې د حمل په جریان کې چې میندې ډیرې ضعیفه وي او یا یې ماشوم ته خطر متوجه وي کولای شي؛ خپله روژه وخوري او کله چې یې صحت ښه شو قضایي دې راوګرځوي.

خو شته ځینې داسې خلک چې په ډېر سخت وضعیت کې هم روژه نیسي او داسې فکر کوي چې که روژه وخوري نو ګنهګار به شي.

ناجیه چې اوس یې ماشوم په ګېډه دی وایي؛ د روژې په جریان کې ډیره بې حاله وي؛ فشار یې ټیټ او سر ورباندې ګرځي؛ دا وایي که په دې حالت کې روژه وخوري کیدای شي ګنهګاره شي او خلک هم شاید ورپورې وخاندي.

ډاکتران هم وایي چې حامله مور د ورځې په جریان کې ډېرو خوړو ته اړتیا لري؛ نو د طب علم دې میندو ته دا سپارښتنه کوي چې روژه وخوري.

د دیني عالمانو په وینا، هغه میرمنې چې حامله وي هغوی باندې روژه نه شته، الله تعالی ورته دا حکم کړی چې دا دې خپله روژه وخوري او کله چې صحت ښه شو نو بیا دې ونیسي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:58 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG