هر وخت په تېره د روژې په میاشت کې د خوړو څرنګوالی ډېر مهم وي؛ ډاکتران په روژه کې معده له ویده انسان سره تشبه کوي او وایي، که چېرې یو څوک دولس ساعته ویده وي؛ کله چې ویښیږي، نو په همغه دقیقه دروند بار نه شي انتقالوی؛ همداسې معده هم په روژه کې ټوله ورځ استراحت وي؛ کله چې ماښام شي، نو یو دم د خوږو او ترخو خوړو خوړل ډېر تاوان ورته رسوي.
دا چې ولې روژه تیان په روژه ماتي کې خواږه او ترخه ګډ سره خوري؛ د پغمان اوسیدونکی امام الدین یې علت د ټولې ورځې نه خوړل ګڼي.