د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

فاروق وردګ د سيګار ادارې وروستى راپور يوه توطئه وبلله


د افغانستان د پوهنې پخوانی وزیر ډاکټر فاروق وردګ د دغه هیواد لپاره د امریکا د بیارغونې د مرستو د څار ادارې وروستی رپوټ بې اساسه او یوه توطئه بولي.

ښاغلي وردګ نن آزادي راډيو ته وویل چې د سیګار ادارې له خوا په دې رپوټ کې ادعا شوې پيسې د پوهنې وزارت له خوا نه بلکې په خپله امریکا او یا یې قراردادیانو په افغانستان کې مصرف کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې د مرستو د څار ادارې سیګار ویلي چې د افغانستان پر خیالي ښوونځیو او زده کونکو ۷۶۹ میلیونه ډالره لګیدلي دي.

د پوهنې له مخکیني وزیر فاروق وردک سره زمونږ همکار صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې د همدغو پیسو په اړه ترې پوښتنه کړې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG