د موسيقۍ په باب د افغانستان د پېژندل شوي سندرغاړي استاد عبدالرحمن رحماني کتاب چاپ شو.
ښاغلي رحماني پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې د دې کتاب لوستل به هر چا ته د موسيقۍ په باب کافي معلومات ورکړي او سندرغاړو ته د يوه درسي کتاب ارزښت لري.
صالح محمد صالح په همدې پلمه په افغانستان کې د موسيقۍ پر وضعيت ورسره مرکه کړې ده.
په پيل کې يې پوښتلى چې په دې کتاب (د سندارا ”موسيقۍ“ ډولونه او پيوندونه کې) پر کومو مسايلو خبرې شوې دي