د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۴۰۰ کابل ۰۳:۱۸

شاداب مبارز معلولو نجونو ته کار ورزده کوي


روانه خپرونه مود افغانو معلولو ښځو موسسې ته ځانګړې شوې چې معلولو نجونو او مېرمنو ته په مخلتفو برخو کې کار کوي، حرفه ورته زده کوي او معلولو نجونو ته د کار زمینه برابره وي.

د افغانو معلولو ښځو موسسه چې معلولو،کونډو، مېرمنو او نجونو ته حرفه او کار زده کوي، دې ټولنې تراوسه پورې په سلګونه معلولې نجونې روزلي دي او عملا یې په مختلفو برخو کې ورته د کار زمینه برابره کړې ده.

د افغان معلولو ښځو د موسسې مشره شاداب مبارز وایي، اووه کاله کیږي چې د معلولو میرمنو لپاره یې دا موسسه جوړه کړې ده، دا وایي، هغه معلولې نجونې چې له دې ټولنې نه فارغې شوي دي په ژوند کې یې مثبت تغیرات راغلي اوس عملا کار کوي.

د همدې معلولو نجونو له جملې نه یوه هم حکیمه حسیني ده چېد پښې له ناحیې نه معلوله ده،دې د همدې ټولنې له برکته قابلګي او ارایشګري ویلې ده دا اوس له نورو معلولو نجونو سره دوکان لري او کار کوي.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG