د انصاف په لټه کې دغه خپرونه د ارزګان ولایت هغو اوسیدونکو ته ځانګړې شوې چې وايي، د ارزګان یو شمېر چارواکو يې ځمکې په زور غصب کړي دي.
دغه کسان ادعا کوي چې د ولسي جرګې د شکایتونو د اوریدو د کمیسیون مشر او په دغه مجلس کې د ارزګان استازی عبیدالله بارکزۍ د دغو غاصبینو ملاتړ کوي .
د ارزګان دغو اوسیدونکي کابل ته راغلي او وايي، تر هغو به بیرته ولاړ نه شي چې حکومت یې غږ وانه وري .
موږ د کابل له سټډیو نه د دغو خلکو دوه استازي له عبیدالله بارکزي سره مخامخ خبروته حاضرکړل چې تاسو یې په همدې خپرونه کې اوریدلای شی .
دغه خپرونه حمیده هارون عثمان وړاندې کوي :