د میلادي کال د مئ میاشتې ۳۱ مه نېټه د تنباکو له ضررونو څخه د ژغونې نړېواله ورځ ده او سيګرټ د تنباکو تر نورو مشهوره او ډېره کارېدونکې بڼه...
تېرکال د تنباکو او د خانیاتو د مخنيوي قانون نافذ شو، خو د تنباکو له ضررونو یې د خلکو په ژغورنه کې کوم رول ولوباوه او که نه؟ په دې تاندې څانګې کې همدا موضوع څېړو.
د میلادي کال د مئ میاشتې ۳۱ چې د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي لسمه کیږي د تنباکو له اضرارو څخه د ژغونې نړېواله ورځ بلل کیږي.
د روغتیا نړېوال سازمان یا د WHO د مالوماتو له مخې په نړۍ کې هر کال کابو ۶ میلیونه وګړي د تنباکو له کارولو مري، چې تر پنځه میلونو زیات يې پخپله کاروونکي او تر شپږو لکو ډېر يې هغه کسان دي چې سيګرټ نه څکوي خو له دود سره يې مخ دي. دوی ویلي چې که دا حالت همداسې دوام وکړي نو تنباکو به تر ۲۰۳۰ کاله ۸ میلیونه وګړي ووژني.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو هم د ځينو څېړنو له مخې نږدې درې کاله مخکې ویلي وو چې یوازې په کابل کې په هرو سلو کسانو کې شپاړس يې سيګرټ څکوي او که کیسه همداسې روانه وي نو په راتلوونکو پنځو کلونو کې به پر سيګرټو د روږدو کسانو شمېر په سلو کې ۲۴ ته لوړ شي.
دغو انديښنو ته په کتو او د تنباکو د ضررونو د مخنيوي په هدف تېر کال ولسي جرګې د تنباکو او دخانیاتو د مخنيوي قانون تصويب کړ.
په دغه قانون کې راغلي دي چې تر اتلسو کلونو کم عمره کسان د سيګرټو او نورو دخانیاتو د کارولو، خرڅولو او اخيستلو حق نه لري او هيڅوک باید په عامه ځایونو کې دغه توکي ونه کاروي کنه نو دا به جرم ګڼل کيږي او سزا به ويني.
تېرکال د ولسي جرګې د روغتیا کميسيون غړي ډاکټرمجیب الرحمن څمکني راته ویلي وو چې دا قانون به تطبيق کیږي خو سږ کال وايي چې د خلکو او د اړوند وزارتونو نه همکارۍ او په هېواد کې شته امنيتي ستونزې د دې سبب شوي چې دا قانون پلی نه شي.
د عامې روغتیا وزارت ته هم په دې برخه کې پام وراړوي. د دغه وزارت د د رواني روغتیا او له نشه يي توکو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې د مخنيوي برخې مشر ډاکټر بشيراحمد سروري وايي چې موږ د قانون له تصويبېدو او نافذېدو سره سم دولتي، غير دولتي او نورو ادارو ته مکتوبونه ولېږل چې دغه قانون دې عملي کړي. دی زیاتوي چې دا د یوې یا دوو ادارو کار ندی بلکې باید ټول اړوند وزارتونه په ګډه همکارۍ د دغه قانون په پلي کولو کې برخه واخلي.
ډاکټر څمکنی وايي چې افغانستان د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې تمباکو پکې ارزانه پېدا کيږي، دی وايي چې پر تمباکو د ماليې د لوړولو په صورت کې د دغه قانون د تطبيق لپاره لار هوارېدلی شي.
ډاکټر سروري د يوې څېړنې خبره راسره شریکوي چې پکې څرګنده شوې، له هرو درو ماشومانو يې یو مخکې له لس کلنۍ یو ځل تمباکو کاروي، دی وايي زموږ ځينې فرهنګي او رواجي مسایل د دې سبب شوي چې دوی دغه کار ته مخه کړي.
د ډاکټر سروري همدې خبرې ته په اشارې سره د پکتیا اوسېدونکی محمدکریم هم وايي چې پلار او یا کوم بل مشر خپل کشران په سيګرټو او نسوارو پسې دوکان ته لیږي چې دا پخپله د دوی فکر هغې خوا ته مایلوي.
د سيګرټو په اړه ویل کيږي چې لومړۍ پېل يې له ځان ښودنې يا په اصطلاح له سټایله پېليږي او ورو ورو عادت ګرځي او یو څوک پرې روږديږي او یا هم له بې لارې ملګرو سره ناسته دوی هم بې لارې کوي. یو کابل اوسيدونکی یو ځوان حنیف وايي چې سيګرټ يې نه څکول نو ډېر ښه صحت يې درلود خو اوس چې له نږدې لسو کلونو راهيسې سيګرټ څکوي یو لړ ناروغیو باندې اخته شوی دی.
ګڼ شمېر عملیان د سيګرټو، نسوارو او ځينو نورو نشه يي توکو او دخانتیاتو په اړه وايي چې دوی ارامه کوي خو د داخله ناروغیو ځوان ډاکټر احسان الله درمل وايي چې دا ارامي یوه کاذبه یا دروغجنه خوشالي ده، دی د سيګرټو د ځینو ضررونو په اړه وايي چې د ډول ډول سرطانونو سبب ګرځي او که موږ سيګرټ څکوو نو موږ ته خو يې زیان هسې هم رسيږي خو تر څنګ ناست کسان مو هم د سيګرټو د دود له کبله خوندي نه پاتې کیږي.
که اراده کلکه وي وايي هيڅ کار مشکل ندی، له سيګرټو او نورو نشه يي توکو څخه د منع کېدو لار ټينګ عظم دی خو تر څنګ يې ډاکټراحسان الله درمل ځينې نورې طبي لارې چارې هم راښيي او زیاتوي چې که غواړو د عملیانو په ټولنيز او روحي حالت کې بدلون راولو نو وزارتونو، مدني ټولنو او رسنيو ته په کار ده چې د تمباکو یا د سيګرټو د اضرارو په اړه یو لړ روزنيز پروګرامونه جوړ کړي.
وايي، که غر لوړ دی، په سر يې لار شته، څرګنده شوه چې د تنباکو او دخانیاتو د مخنيوي قانون په تطبيق کولو کې ځنډ او خنډ شته خو موږ پخپله څه کولی شو؟ د دې پوښتنې ځواب په ولسي جرګه کې د روغتیا کميسون غړي ډاکټرمجیب الرحمن څمکني راکړی، دی وايي چې پر سيګرټو روږدي کسان ورو ورو نورو لویو نشو ته مخه کوي، بیا چې پيسې ونه لري نو غلاوې او نور جنایتونه کوي او دې خبرې ته په کتو چې د تمباکو کارولو زیان زموږ تر څنګ موږ سره په خوا کې ناستو کسانو ته هم رسيږي، باید ډډه ترې وکړو چې په راتلوونکي کې سالم صحت او سالمه ټولنه ولرو.
تردې مخکې چې تر ۲۰۳۰ مه تمباکو ۸ میلیونه وګړي ووژني او په څو راتلوونکو کلونو کې په افغانستان کې د تمباکو کارونکو شمير لا پسې لوړ شي، راځئ نور خپل ژوند ته پخپل لاس له تيلي وهلو لاس واخلو او خپله پښه پخپله په تبر ونه وهو...
په همدې هیله نننۍ تاندې څانګې بس کوو. تاندې څانګې پر فیسبوک په دې انټرنټي پته موندلی او خپل نظرونه راسره شریکولی شئ:
http://facebook.com/tandysangy
او یا هم په دې بریښنالیک پته راسره په اړیکه کې شئ: http://ShafaqN@rferl.org