ښایي تاسو هم دا لیدلي وي چې په بازار کې اکثره شیان بې کېفیته دي، اصل جنس که کالي، بوټ، دستکول او یا هم د کور شیان وي لکه پردې او د توشکو پوښونه نه پیدا کېږي، هغه د خلکو خبره ډیری یې یک بار مصرف وي، نن همدا موضوع څیړو له موږ سره د یوې دولتي ادارې کارکونکې سپوږمۍ میلمنه ده، هغه له خپلو خاطرو سره د حل په لارو چارو هم غږیږي.