د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

یو افغان سرتیری، اوس دوه هندي لاسونه لري


ډیرو نړېوالو ورځپاڼوپه کابل کې د تیرې ورځې د برید په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼې پر یوې بلې مسالې لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي: دیرش کلن افغان پوځي چې دواړه لاسونه یې په کندهار کې د یوه ماین د شنډولو په یوه پیښه کې غوڅ شوي و، اوس دوه هندي لاسونه لري.

هندوستان ټایمز لیکي: عبدالرحیم چې درې کاله مخکې یې لاسونه پرې شوي و، په یوشمیرهیوادونو کې د ځان لپاره د نویو لاسونو د موندلو ترهڅو وروسته یی څلور میاشتې مخکې د امریتا روغتیایي مرکز ته مراجعه وکړه.

هندوستان ټایمز وړاندې لیکي، عبدالرحیم ته د یوه هندي چې د مغزي سکتې له امله مړ شوی و، د کیرالا ایالت په کوچي کې ګڼو ډاکترانو او نورو روغتیایي کارکوونکو د عملیاتو په ترڅ کې چې پنځلس ساعته یې دوام وکړ، لاسونه پیوند کړل.

د ورځپاڼې په وینا له شلو زیاتو جراحانو او د بې سده کیدو د برخې اتو متخصیصونو په دغو عملیاتو کې چې تیره میاشت په بریالیتوب سره ترسره شول، ګډون کړی و.

هندوستان ټایمز لیکي: عبدالرحیم اوس په دغو نویو پیوند شویو لاسونو ډیر ورځني کارونه ترسره کولای شي او نهه لس میاشتې نور هم فیزیوتراپي ته اړتیا لري.

د ورځپاڼې په وینا عبدالرحیم به لومړنی افغان وي چې غبرګ لاسونه ورته پیوند کیږي.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه لیکي، په کابل کې د بهرنیو امنیتي ځواکونو د موټرو پر کاروان د برید مسولیت طالبانو اخستی او ویلي یې دي، چې دا د دوی د پسرلینو تهاجمي عملیاتو یوه برخه ده.

د لاس انجلس ټایمز په وینا دغه برید ښیي چې د دولت وسله والو مخالفینوپه لویه پیمانه د هوا په تودېدو سره حملې زیاتې کړي دي.

والسټریت ژورنال:

بله امریکایي والسټریت ژورنال ورځپاڼه لیکي، په دغه حمله کې د افغان ملکیانو پر تلفاتو سربیره د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې د پولیسو ماموریت د خپل یوه کارکوونکی وژل تایید کړي دي.

والسټریت ژورنال لیکي، ایوپول (EUPOL) چې په ۲۰۰۷ کال کې تاسیس شوی، افغان حکومت ته د ملکي پولیسو د ځواک په جوړولو کې سلا مشوره ورکوي او هم یې په دې هېواد کې ماموریت د قانون د واکمنۍ د ټینګښت او د قانون د پلي کیدو د ادارو له خوا د بشري حقونو درناوي ته د پراختیا ورکولو پر چارو متمرکز دی.

د والسټریت ژورنال په وینا طالبانو په وروستیوکې په افغانستان کې پر دولتي اهدافو حملې زیاتې کړي او تیره اونۍ یې هم د حملو لړۍ کابل ته وغزوله.

ټورنټو سټار:

ټورنټو سټار ورځپاڼې د کابل په پرونۍ حمله کې د وژل شوي بهرني هویت په ډاګه کړی او وایي، په کابل کې د بریتانیا سفارت تایید کړه چې د ایوپول قرباني بریتانوی امنیتي ټیکه دار و.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG