د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د سرمفتش اداره (سیګار) په یوه نوې ارزونې کې لیکي چې امریکا په تېره څه باندې یوه لسیزه کې ۵۶۲۲ میلیونه ډالره د افغانستان له ملکي هوایي چلن ادارې سره مرسته کړې ده.
په دې ارزونه کې راغلي چې امریکا او نورو متحدینو یې په تېرو دولسو کلونو کې د افغانستان د ملکي هوايي چلن د وړتیا لپاره په بریالیتوب سره کار کړی دی؛ خو وايي، له دې سره سره امریکا ونشو کولی؛ له ژمنې سره سم د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې افغانستان ته د فضایي حریم د تنظیم مهارتونه انتقال کړي.
امریکا ژمنه کړې وه چې د افغانستان د ملکي هوايي چلن پرسونل؛ په تېره بیا د هوايي ټرافیک کنټرولوونکي به د ۲۰۱۴ کال تر پایه روزي.
تر دې وړاندې د افغانستان د ملکي هوايي چلن خپلواکې ادارې چارواکو هم ازادي راډیو ته ویلي وو چې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو پوځیانو سره د افغانستان د هوايي حریم د تنظیم قرارداد د ۲۰۱۴م کال په پای کې ختم شوی دی؛ خو د دې لپاره چې افغانستان په دې برخه کې بل بدیل پیدا کړي؛ ولسمشر اشرف غني د هوايي حریم د ساتلو چارې د شپږ نورو میاشتو لپاره د امریکا په مشرۍ له نړېوالو ځواکونو سره تمدید کړي.
اوس دغه شپږ میاشتې هم په پوره کېدو دې او ورسره داسې ویره رامنځته شوې چې که د افغانستان د فضایي حریم کنټرول افغان لوري ته وسپارل شي؛ ښايي نړېوال هوايي شرکتونه اړ شي چې افغانستان ته او همدارنګه د افغانستان د فضا له لارې نورو هېوادونو ته خپلې الوتنې لغوه کړي. له دې سره به ښایي د افغانستان لپاره د میلیونونو ډالرو عواید کم شي او هم به په نړېواله کچه د پانګوالو او مرستندویانو په وړاندې د دې هېواد اعتبار زیانمن شي.
د سیګار انتقاد په دې کې برخه د امریکا د فدرال هوايي چلند پر ادارې دی چې وايي؛ ونه توانېد د ۲۰۱۴ کال تر اکتوبر پورې د روزنې هغه پروګرام بشپړ کړي چې افغان پرسونل ته باید ورکړل شوی وای او هغوی توانیدلي وای چې خپل فضایي حریم په خپله کنټرول کړي.
سیګار دا هم وايي چې امریکا هڅه وکړه چې دغو کسانو ته له افغانستانه بهر روزنه ورکړي؛ خو وايي، د زده کوونکو لپاره د پاسپورټونو او ویزو په اخستلو کې له ستونزو سره مخامخ شوه او هم یو شمېر افغانان وروسته له هغه چې د روزنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړل بېرته افغانستان ته ستانه نه شوله. بل دلیل یې سیګار دا یادوي چې په افغانستان کې دننه د امکاناتو د نشتوالي له کبله زده کوونکي ونه توانیدل؛ په دې برخه کې هغسې روزنه وویني چې اړتیا یې وه.
د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا سرمفتش اداره زیاتوي چې د فضایي حریم د کڼترول چارو د اخستلو په برخه کې د افغانستان ناکامي د دې سبب شوه چې امریکا د همدې خدماتو د دوام او د قرارداد د غځولو لپاره څه باندې ۲۹ میلیونه ډالره مصرف کړي.
سیګار دا هم لیکي، ترهغو چې افغان حکومت د اوسني موقت قرارداد تر ختمېدو دمخه یو بل قرارداد نه وي کړی؛ نو ښایي د امریکا له حکومت څخه وغوښتل شي چې یو بل موقتي تړون هم تمویل کړي.
وړاندې د یو شمېر نړېوالو رسنیو په راپورونو کې هغو اسنادو ته اشاره شوې چې ښیي؛ د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه نه غواړي؛ تر جون وروسته د شپږو نورو میاشتو لپاره د افغانستان د هوايي چلن کنټرول تمدید کړي.
د افغان چارواکو په خبره افغانستان د هوايي ټرافیک له لارې هرکال درې دېرش میلیونه ډالرعواید ترلاسه کوي او که په دې برخه کومه ستونزه راشي؛ نو افغانستان ته هم د اقتصاد او هم د اعتبار له پلوه دروند ګوزار ګڼل کیږي.
د افغانستان هوايي حریم د اروپا او اسیا تر منځ د تګ راتګ مهم دهلیز دی چې د ۲۰۰۱م کال راهیسې د امریکا په مشرۍ د نړېوالو پوځیانو او یا د بهرنیو کمپنیو له خوا تنظیږي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي؛ اوس دوی له څو نړېوالو شرکتونو سره په خبرو بوخت دي او هیله مند دي چې د جون د میاشتې تر پای ته رسېدو پورې به له دې شرکتونو له یو سره توافق ته ورسیږي.
دغه چارواکي زیاتوي چې غواړي یوه خصوصي شرکت ته د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول چارې وسپاري؛ تر څو یو څه وخت تر لاسه کړي چې په ترڅ کې یې د دې چارې لپاره د افغانستان د خپلو منابعو پر برابرولو او په دې برخه کې د کدرونو پر رزولو کار وکړي او په اوږده مهال کې دوی خپله د خپل هوايي حریم د ساتلو او کنټرول جوګه شي.