د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۳

زده کوونکو ته کتابونه رسیږي نه خو خرڅيږي!؟


د ښوونځیو ځینې زده کوونکي ګیله من دي چې کتابونه نه وررسیږي او د ښوونکو له خوا ورته ویل کیږي چې ښار کې یې واخلي.

دوی ته به کله کتابونه ورسیږي او په ښارکې د دغو کتابونو د خرڅون خبره څومره سمه ده؟ په دې تاندې څانګې کې دغو پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه شوې او ورسره یو ځوان شاکرعزيزي درپېژنو چې خپل ژوند یې په خپله بدل کړی دی.

په افغانستان کې تعلیم وړیا یا مفت دی، دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د نورو ځینو هېوادونو په څېر کوم فیس میس نه اخلي. یاني تر لومړنیو زده کړو رانېولې بیا تر لېسانس درجې پورې زده کړې وړیا دي.

په پوهنتون کې نه، خو په ښوونځيو او لیسو کې زده کوونکو ته کتابونه هم د پوهنې وزارت لخوا ورکول کیږي. خو د سپين ږیري مڼوګل زړه ځکه ډک دی چې وايي څلور اولادونه لري او اولادونو ته یې په ښوونځي کې ویل کيږي چې کتابونه نه لرو،پخپله یې ښار کې واخلئ.

مڼوګل د سړک په غاړه وچه مېوه خرڅوي، دی وايي چې زه مې اولادونه ماړه کړم او که د دوی قلم، کتابچې او کتابونو ته ورسېږم!؟

موږد کابل په څو لېسو وګرځېدو چې زده کوونکي یې څه وايي، ریښتیا هم دوی ته کتابونه نه دي رسېدلي او که څنګه، له دوی یې د کابل د عبدالهادي داوي لیسې زده کوونکی مایل فقیریار، د محمدهاشم میوندوال لیسې زده کوونکی عارف ګل او یو بل زده کوونکی جواد وايي چې تراوسه پوره کتابونه نه دي ورته رسېدلي او ښوونکي یې ورته وايي چې دا د پوهنې وزارت ستونزه ده خو تاسې د دې لپاره چې له درسونو لرې پاتې نشئ باید پاتې کتابونه په ښار کې واخلئ. یوه بله زده کوونکې حنا وايي:

″زه د کابل د تاجور سلطانه لیسې زده کوونکې یم. د کابل د ښوونځيو خصوصاً زموږ د ښوونځي اساسي مشکل دا دی چې کتابونه نه لرو.

ډېرو کمو زده کوونکو ته کتابونه رسیدلي دي. ټول شپاړس مضمونونه لرو چې ایله د دوو مضامینو کتابونه یې راکړي، شپږ یې ما پخپله اخیستي او نور پاتې دي.″

د کابل په پل باغ عمومي کې د سړک غاړې ګڼ کتاب پلوروونکي مختلف کتابونه خرڅوي، که څه هم دغه کتاب پلروونکي دا نه مني چې ګواکې دوی دولتي کتابونه خرڅوي او په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي خو د عبدالهادي داوي لیسې یو زده کوونکی مایل فقیریار وايي چې د دغو کتابونو پر شا لیکل شوي چې (خرڅون یې منع دی) خو بیا یې هم ځينې خرڅوي او د همدې لیسې یو بل زده کوونکی جواد بیا وايي چې هغه کتابونه د پوهنې وزارت لخوا نه بلکې د ځینو کتاب پلورونکو لخوا چاپ شوي او ښار کې خرڅيږي.

د دغو کتابونو د خرڅون خبره مو چې د پوهنې وزارت د نشراتو ريئس محمدکبیر حقمل سره شریکه کړه نو هغه هم د زده کوونکي جواد خبره تايئد کړه چې د پوهنې وزارت د کتابونو خرڅون قانوني جواز نه لري او کوم کتابونه چې په ښار کې خرڅيږي، د هغوی کاپي د پوهنې وزارت له وېبپاڼې اخيستل کیږي او د ځينو شخصي چاپي مطبعو لخوا چاپیږي او خرڅيږي.

د ښاغلي حقمل په وینا، دوی د لومړنیو زده کړو یا ابتدايئه ښوونځیو زده کوونکو ته کتابونه رسولي خو د لېسو زده کوونکو ته تر دې مهاله د کتابونو په رسولو کې پاتې راغلي دي. ما ویل نو کله به هغوی ته هم کتابونه ورسیږي؟ د ښاغلي حقمل ځواب و چې سږ کال د اووړي تر نیمايي به ټولو ته کتابونه ورسیږي.

شاکرعزيزي خپل ژوند څنګه بدل کړ؟

په سر کې سپين ږیري مڼوګل وویل چې زه په ماشومانو درس وایم خو بده ورځ به زما ماشومان هم له درسه لرې کړي، که کتابونه ور ونه رسیږي.

ځوان شاکرعزيزي نه بیا نږدې اوولس کاله پخوا په افغانستان کې د کورنیو جګړو له کبله درس پاتې شو او له خپلې کورنۍ سره هلمند ته په کډه کولو مجبوره شو، دی وايي کتابونه متابونه، هر څه وسوځېدل او هلمند کې هم کله په اوبو جنګ او کله پر پوله پټي.

کله چې بدې ورځې لاړې او د ښوونځي ټالۍ وکړنګېده نو شاکرعزيزي هم څک شو. دی وايي په خوب کې به ښوونځي ته روان وم، ورځ راغله، هماغه خوب په امېد بدل شو او ریښتیا شو، چې یوه ورځ زه د حقوقو پوهنځي ته ورسېدم او د ژورنالېزم په ډګر کې مې هم عملي کار وکړ.

ښاغلي عزيزي د دې تر څنګ چې انلاین پښتو قاموس ( ډېکشنري) یې جوړه کړې، په ګڼو هېوادونو کې یې د افغان ځوان په استازیتوب په لسګونو کنفرانسونو کې ګډون کړی او ښې لاس ته راوړنې یې درلودلي. دی وايي چې زه نه د وزیر زوی وم او نه مې کومه بله واسطه لرله چې په دومره کنفرانسونو کې د ګډون حق راکول کېده، بلکې دا راز یو بل څه وو... ښاغلی عزيزي دغه راز راسره شریکوي او وايي چې زما په لیدو به د افغانستان په اړه د بهرنیو ځوانانو مفکوره بدلېده.

عزيزي له نورو ځوانانو هم غواړي چې باید هڅاند واوسي او امید له لاسه ورنه کړي. دی وايي که څوک باهمته واوسي نو هيڅه ناممکن ندي.

تجربو ثابته کړې چې لوی انسانان یو وخت د ژوند سختو شرايطو کړولي دي. او دا هم ویل کیږي چې عظيم انسانان له ډېرو ناکامیو وروسته لوی بري ته رسیږي. ښايي همدا علت وي چې هوښیاران وايي، (که راحت غواړې زحمت درلره بویه... بې زحمته راحت نشته په دنیا). همدې سره دا تاندې څانګې پای ته رسیږي. دا خپرونه پر فیسبوک پېدا کړئ او خپل نظرونه راته پرېږدئ. :

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:40 0:00
مستقیم لېنک


facebook.com/tandysangy

او د نورګل شفق پر دې برېښنالیک پته هم خپل نظر راولېږئ: ShafaqN@rferl.org

XS
SM
MD
LG