د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

په کندوز کې د ناامنيو علت څېړل شوى


د ولایت په ولایت دا پروګرام مو کندوز ته ځانګړی کړی چې له تېرې جمعې راهیسي پکې جګړې روانې دي.

د راپورونو پر اساس او د افغان چارواکو په وینا وسله والو طالبانو او د منځنۍ اسیا سختدریځو د دغه ولایت پر بېلابېلو سیمو بریدونه کړي او حتي په وروستیو ورځو کې یې د جګړې اور د ښار لمنو ته رسولی و.

تازه راپورونه ښيي چې د افغانستان د حکومت وسله وال مخالفان د ښار له شاوخوا څنډو په شا تمبول شوي خو لا هم نښتې روانې دي.

په کندوز ښار کې د پخوا په شان د خلکو ګڼه ګوڼه نشته ځکه چې لا هم له شاوخوا ولسوالیو څخه خلک ښار ته نه شي تلای یا نه ځي. حتي د ښار ښوونځیو ته ډېر زده کوونکي نه ځي.

ویل کېږي چې د ښار په شپږ کیلومترۍ کې د ګورتېپې سیمه لا هم د دولت د وسله والو مخالفانو په لاس کې ده.

د ښار ځیني خلک شکایت لري چې امنیتي ځواکونه د دوی د کورونو له شاوخوا څخه د دولت پر وسله والو مخالفانو د درنو وسلو ډزې کوي.

د کندوز ښار د دوهمې ناحیې یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل چې دوی وېره لري چې د دولت وسله وال مخالفان به پرې ځوابي برید وکړي. په دې خپرونه کې په دې هم خبرې کوو چې د دولت وسله والو مخالفانو ولي کندوز د جګړې لپاره انتخاب کړی دی.

دا ولایت له هغو سیمو څخه، چې ویل کېږي طالبان هلته اکمالېږي، لېري دی. کندوز د تخار، بغلان، بلخ او سمنګان ولایتونو ترمنځ پروت دی. په دغو ولایتونو کې له بغلانه پرته چې شمالي برخې یې نسبتاً ناامنې دي، نور ولایتونه د افغانستان خورا خوندي او امن ولایتونه ګڼل کېږي.

په دې خپرونه کې د کندوز یو مشر معین مرستیال، چې د ولسي جرګې په تېره دوره کې د کندوز د خلکو استازی و، او دغه راز د کندوز د قومونو د یووالي جرګې مرستیال عبدالظاهر نیازی زموږ مېلمانه دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:17:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG