د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د ناویانو لرغوني سینګار توکي وپېژنئ


مورې کوچي ته مې ور نه کړې

زه به اوښان ساتم که ځان سینګارومه

په فطري لحاظ د هرې ښځې غوښتنه همدا وي چې باید له نورو ښکلې او ښایسته ښکاره شي دا ښکلا که طبیعي وي او که مصنوعي خو د ښځو هیله ښایسته ښکاره کېدل وي.

درنو ملګرو! ننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه مو د تېر وخت افغاني سینګار توکو ته ځانګړې کړې ده په خپرونه کې به واوئ چې پخوا ناویانې په کومو توکو راښکلې کېدې؟ د دغو توکو ځای اوس کومو سینګار توکو نیولی؟

کله چې انسان په ځمکه موجود شوی او د ټولنیز ژوند د پیل دریڅه یې پرانیستې نو په ودونو کې به حتمي ناوې او شا له نورو عادي وګړیو سره په توپیر ښکارېدل، ناوې به هم د وخت پر دودیز سینګار راښکلې کېدله او شا به هم د وخت دودیز رواج پر ځان مانه.

د افغانستان په ګڼ شمېر سیمو کې د سینګار لرغوني توکي لا هم شته، خو ځينې یې له کاره لویدلي او ځينې یې لا هم د استعمال وړ دي.

د سینګار له دغو توکو څخه لا هم په یو شمېر سیمو کې د لونګو ځونډی،دنداسه،رانجه،چارګل او داسې نور موجود دي.

د کابل ښار اوسیدونکې ۶۸ کلنه جمیله وايي چې د ناوې لپاره پخوانی سینګار غوره و، نوموړې یې غوره ځکه بولي چې ناوې به په ډېر کلاسیک شکل ښکلې ښکارېده.

اغلې جمیله وايي چې اوس په ښارونو کې څوک هغه سینګار توکي نه استعمالوي او نه هم هغه پخوانۍ جامې ور اغوندي او ډېری وخت ناوې ته خارجي لباسونه ور اغوندي.

اغلې جمیله وايي چې د شونډو د سرخۍ لپاره به ناوې دنداسه وهله چې څو ورځې به یې شونډې سرې وې او هم به یې یو پنځه پرې چارګل په پوزه کاوه، چې اکثری وخت به د سرو زرو و.

څلوېښت کلنه ماګل بیا په تېر زمان کې د ساده توب یادونه کوي او وايي که له یوې خوا د خلکو اقتصادي حالت ښه نه و، نو له بله پلوه دوی ساده توب خوښاوه، مګر اوس وخت کې د ناوې لپاره باید تر ټولو غوره سینګار وشي.

د کابل ښار یوه بله اوسیدونکې محموده بیا د خپل واده او د هغه وخت کیسه کوي او وايي چې د دوي په وخت کې سینګارتونونه نه وو، نو په کلي کې به یوې ښځې ناوې سینګاروله، چې تر ډېره به یې له دنداسې،رنجو او د ونو له کنډه استفاده کوله.

د کابل د ښځو چارو د ریاست یوه کارکوونکې سیمین امینزۍ وايي چې لا هم په یو شمېر لریو پرتو سیمو کې له پخوانیو سینګار توکو څخه ګټه اخیستل کیږي.

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG