د ازادي راډیو د ولایت په ولایت په دې پروګرام کې په غزني خبرې کوو چې په وروستیو ورځو کې یې د اسلامي ثقافت د مرکز په توګه د نومونې لومړۍ کالیزه ولمانځل شوه.
غزني د ۱۳۹۲ لمریز کال د حمل په څلرویشتمه د یوه کال په مخه رسماً د اسلامي ثقافت مرکز اعلان شو.
د اسلامي ثقافت د نومونې له کبله د غزني د لرغونو اثارو او ځایونو د ترمیم او په دغه ولایت کې د بیارغونې د ځینو پروژو لپاره د۲۲۰ ملیون ډالرو ژمنې وشوې.
په دې پیسو په غزني کې یو لړ کارونه وشول خو ایا د غزني ښار د څېرې په بدلولو کې یې د پام وړ بدلون راوست؟
په دې او د غزني په نورو مسایلو په دې خپرونه کې د غزني له والي محمد موسي خان اکبر زاده او د ولسي جرګې په تېره دوره کې د غزني د خلکو یوه استازي خیال محمد حسیني سره خبرې کوو.
Embed
شریکول
Embed
شریکول
The code has been copied to your clipboard.
The URL has been copied to your clipboard
No media source currently available
مستقیم لېنک