د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

په واده کې ډېر لګښت پر راتلونکي ژوند بد اغیز پرې باسي


واده هغه مقدس پيوند دی چې نه يوازې دوه ځوانان د ټول عمر لپاره سره تړي؛ بلكې دوه كورنۍ حتى ټبرونه سره نژدې كوي او د خپلوۍ اړيكې ټينګوي؛ خو که چیرې د واده پیل له خېښانو سره په خوابدۍ وي؛ دومره لګښت وشي چې له توان نه ډیر وي؛ د خوښۍ په ځای د ستونزو، شخړو آن ځینې وخت د طلاق لامل کیږي.

د کابل اوسیدونکې لیلا د خپلو دوستانو کیسه کوي چې په واده کې ډېرلګښت یې خوږ ژوند د زهرو په څیر تریخ کړ.

په باغ زنانه کې مو ۴۰ کلنه محموده په داسې حال ولیده چې د زوی د واده قرض د ژوند هوساینه ورنه اخیستې وه؛ غریبۍ او نیستۍ یې سر د پنبې په څیرسپین کړی و؛ شونډې یې وچې او ځای ځای وینه پرې ماته وه. کله مو چې کیسه ورسره پیل کړه له مړاوو سترګو یې لارې لارې اوښکې راغلې او بیا یې د سړې آه په ویستلو سره د زړه درد له موږ سره شریک کړ.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پښتو څانګې استاده ډاکتر زرغونه وایي؛ له پخوا نه یې دا ارمان و چې په ودونوکې لګښتونه په قانوني توګه کم شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:16:37 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG