وايي (په ظاهر لباس غلط د سړي مه شه...منځ یې ګوره له چغزي او له مټاکه)
خو زموږ ځينې مکتبي زلمکي نن سبا د خپلو کتابچو ظاهر یا پوښ ته ولې دومره ارزښت ورکوي؟ د دغه کار زرر به څه وي؟ مسؤله کسان یې په اړه څه سپېناوی لري؟
د نن تاندې څانګې مو همدې موضوع ته ځانګړې کړې.
وايي، کتاب ترټولو ښه ملګری دی خو کتابچه څنګه؟
نن سبا زموږ ځینو مکتبي زلمکیو ته تر کتاب د هغوی کتابچه، نه نه، د هغوی د کتابچې پوښ یا پښتۍ ځکه ګرانه ده چې پرې د دوی د خوښې وړ د فلمي یا سیریالي ستوري عاشقانه او یا له خشونته ډک تصویر دی. ځينو افغاني تلونيزيوني چینلونو یو شمېر داسې بهرني سیریالونه خپاره کړل او خپروي یې چې زموږ ځوانېدونکی نسل یې اوس په کور، لارو کوڅو او حتی په ښوونځیو یا مکتبونو کې ورته حرکات تقلیدوي او یا یې زړونه دومره ورپورې تړلي چې که پخوا به یې په ښوونځي کې د تېرې ورځې د درس په اړه بحث کاوه، اوس د تېرې ورځې د یوه سیریال او یا د هغه د لوبغاړو په اړه کېسې کوي. که په اخترونو کې به یې خوشالۍ کولې اوس یې پلاستيکي ټوپکونه په لاس، ډلې ډلې ګرځي ، د جګړې او د یوه بل د وژلو تمثیل کوي.
دغه څو زلمکي (احمدرشيد، سمون او عمران) وايي چې دوی پخپله هغه کتابچې خوښوي چې د طبعیت، کارتون او د ځینو تاریخي ځایونو عکسونه ورباندې وي خو داسې ملګري یې شته چې اوس یوازې هغه کتابچې اخلي چې پر پښتۍ یا پوښ یې د سیریالونو د لوبغاړو عکسونه وي.
احمدرشید خو لا دا هم وايي چې که د ځينو پر کتابچو د سیریالونو والاو عکسونه نه وي نو له ښاره یې عکسونه اخلي او پخپلو کتابچو او کتابونو یې نښلوي یا سرېښوي.
له څه مودې راهيسې د کابل په یو شمېر قرطاسیه فروشیو کې داسې کتابچو خاص مینه وال پېدا کړي. فریدالله حسین خېل د کابل د منډیي یو قرطاسیه فروش دی، په دوکان کې یې داسې کتابچې کمې نه وې چې د نیمه بربنډو نجونو او د سينمايي لوبغاړو عکسونه ورباندې وو، دی وايي چې زلمکي یا ماشومان خو څه چې اوس پخپله د دوی پلرونو او مېندې راځي او د هغو کتابچو غوښتنه کوي چې په کابل کې له ځينو خصوصي تلويزيونونو د خپرېدونکو سيریالونو د لوبغاړو عکسونه ورباندې وي. دی د څو سيریالونو د لوبغاړو نومونه اخلي او وايي چې که دولت د داسې کارونو د مخنيوي هڅه وکړي نو تجار مجبوریږي چې باکیفیته او ساده شی راوړي.
ماشومان او زلمکي تنکۍ لښتې یا د ونې یوې تاندې څانګې ته ورته دي، که یو ځل کومې خوا ته کږه شوه نو بېرته راسمول یې مشکل وي او ښايي ماته شي.
فرید الله چې د کوم پلار کیسه وکړه، داسې یو بل پلار مې یوه ورځ ولید چې خپل ماشوم زوی یې له لاسه نیولی او هغه جاکټ یې ورته واخيست چې له وژلو او خشونته د یوه ډک سیریال د هېرو عکس ورباندې جوړ شوی و.
دغو پلرونو به غوښتل چې خپل اولاد خوشاله کړي خو شاید دې ته یې پام نه وي چې پخپل لاس یې خپل اولادونه په کومه خوا روان کړل. د ټولنيزو مسایلو ځوان کارشناس او لیکوال میراحمد یاد وايي چې د یوه انسان هویت او شخصیت د مکتب له وخته جوړیږي نو که په همدې وخت کې پام ورته ونشي، ښايي بې لارې شي.
یو کاکا یا تره مصطفی حقمل بیا خپلو ورېرونه ته داسې کتابچې اخلي چې د طبیعت او یا د تاریخي ځایونو عکسونه ولري، دی وايي پرېږده چې د کتابچې له پوښه مې هم ورېرونه یو څه زده کړي.
که له ماشومتوبه د چا ایډيال سم انسان وي نو هغه به د هغه ځای ته د رسېدو هڅه کوي او که بد ایډيال ولري نو د راتلوونکي نتیجه به یې بده وي. دې ته ورته خبرې میراحمد یاد کوي او وايي چې که زموږ د مشهورو علمي شخصیتونو عکسونه پر کتابچو چاپ شي نو زلمکي او ماشومان به هڅيږي چې د هغوی په پل پل کېږدي او ځان د هغوی ځای ته ورسوي.
ښه، اوس پوښتنه دا ده چې د دې ستونزې مسؤل څوک دي او څوک یې باید حل کړي؟
د داسې کلتوري او اخلاقي مسایلو په اړه لومړۍ مخ د اطلاعات و کلتور وزارت ته ور اوړي، د پوهنې وزارت د رسنیو مسؤل محمدکبیر حقمل هم وايي چې اطلاعات و فرهنګ وزارت باید د دغه کار مخنیوی وکړي.
خو د اطلاعات و فرهنګ وزارت یو چارواکی جلال نوراني وايي چې دا زموږ دنده نه بلکې د کورنیو او د ښوونکو وظيفه ده چې د داسې کتابچو له اخيستلو زلمکي او ماشومان منع کړي.
زموږ په ښوونځیو کې د زده کوونکو هر عمل څارل کیږي او د ټولو ښوونځیو ادارو ته مو لارښوونه کړې چې په ښوونځیو کې د هر نامناسب عمل مخه ونیسي.
دا خبره ښاغلی حقمل کوي او زیاتوي چې اطلاعات و فرهنګ وزارت په دې برخه کې مکلف دی چې چا ته د فعالیت جواز ورکوي نو باید څارنه یې هم وکړي.
ښاغلي نوراني سره دلیل دا و چې تجاران د شخصي ګټو لپاره هڅه کوي چې د خلکو غوښتنې ته په کتو سره یو څه بازار ته عرضه کړي، خو د پوهنې وزارت د رسنيو مسؤل محمدکبير حقمل وايي چې داسې ډېر څه به وي چې تجارت کې به یې ګټه ډېره وي، لکه نشه يي توکي او یا نورغېرقانوني تجارت خو دا معقول دلیل نشي کېدای چې موږ دې د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکړو.
وروستۍ خبرې هم له میراحمد یاده اورو چې وايي کورنۍ باید د دې کار د مخنیوي لپاره د وزارتونو د اقدام په تمه ونه اوسي، بلکې پخپله لاس په کار شي او خپلو اولادونو ته د داسې کتابچو له اخيستلو ډډه وکړي، دی له ښوونکو هم غوښتنه لري چې د کورنۍ وظیفې د کتلو پر مهال دې د دوی کتابچې هم څاري.
د ښاغلي یاد همدغه تدبیر سره ننۍ خپرونه بس کوو. تاندې څانګې پر فیسبوک پېدا کړئاو د خپرونې په اړهنظر راته پرېږدئ، پته ده:
facebook.com/tandysangy
او د نورګل شفق پردې بریښنالیک پته خپل پېغامونه راولېږئ: ShafaqN@rferl.org
جوړوونکی: نورګل شفق