د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

ولې د افغانستان کرنیز محصولات تر پخوا بې خونده شوي؟


دا خبره به مو ډیره اوریدلې وي چې وایي؛ افغانستان یو زراعتي هېواد دی. هو درنو دوستانو! افغانستان په زراعتي هېواد مشهور دی؛ پخوا به چې اکثره میوې او دانې نورو ملکونو ته تللې؛ ساری یې نه درلوده، خو نن سبا په ډیری زراعتي حاصلاتو کې هغه خوند نه دی پاتې.

د لغمان اوسیدونکی شاه اغا او د پکتیا اوسیدونکې مینه د ترکارۍ په تیره بیا د نعنا په هکله وایي چې ډیره بد مزه شوې ده.

د پغمان اوسیدونکی امام الدین چې خپله هم ترکاري کري او وایي، له بهرنه راغلو تخمونو زموږ وطني تخمونه ورک کړل.

فیض محمد فیضي بیا کیمیاوي سره د دې لامل بولي چې اکثره زراعتي حاصلات یې بې خونده کړي دي.

کوم تخمونه چې له بهر هېوادنو څخه راځي؛ خوند یې دومره ښه نه وي، خو په لږ وخت کې ډیر حاصل ورکوي؛ د همدې لپاره یې بزګران کري.

د کرهنې وزارت د سبزيجاتو د برخې له مدیرګل محمد اریوبي نه مو پوښتلي چې دوی ولې د بې کیفته تخمونو د رواوړلو مخه نه نیسي؛ دی وایي چې ځینې تخمونه په قاچاقي توګه راځي.

لیکونکې: فرشته مرسل

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG