د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

کاري مرکې یا انټرويو کې کامیابېدل غواړئ؟


کله کومې ادارې ته د کاري مرکې یا انټرويو لپاره غوښتل شوي يئ؟

که کوم دفتر د کاري مرکې لپاره وروغوښتلئ نو کومو خبرو ته باید پام وکړئ چې په انټروېو کې بریالي شئ او کار ومومئ؟ دا تاندې څانګې په دې برخه کې ښه او ګټور چلونه درزده کولی شي.

څه موده مخکې مو د کار موندلو لپاره د لنډ ژوند لیک يا (سي وي) په اړه خپرونه لرله. که هغه خپرونه مو اورېدلي وي نو د یوې قوي او بشپړې سي وي په جوړولو به پوه شوي وئ، کله چې سي وي قوي وي نو اړوند اداره هغه کس ټاکي یا شارټ لیسټ کوي يې او د کاري مرکې یا انټرويو لپاره يې ورغواړي.

پوښتنه دا ده چې کله ټول مالومات په سي وي کې ځای شي نو د انټرويو څه ضرورت؟ دا پوښتنه محمداصف جلالزي راته ځواب کړی، ښاغلي جلالزي له تېرو څو کلونو راهيسې د بشري سرچېنو، پاليسي جوړونې او د څېړنو په برخه کې په مختلفو وزارتونو کې دنده تر سره کړې.. دی وايي چې په کاري مرکه کې مرکه کوونکي غواړي هغه څه چې د کاندید په سي وي کې ځای شوي، له هغه سره په مخامخ خبرو کې یې مالوم کړي چې واقعت لري او که نه او په انټرويو کې د کاندید د ضعف او قوت اندازه هم مالول کیږي.

محب الله حنیفي، عزت الله طایب او عارف حقمل وايي چې مختلفو ادارو ته د کاري مرکې یا انټرویو لپاره ورغوښتل شوي دي. په دوی کې یې څوک وايي چې یوه دفتر ته د دریشۍ په ځای په کالیو کې ورغلی وم چې ښايي زما د ناکامۍ سبب شوي وي او څوک بیا په دې نظر دي چې کاري مرکې یا انټرويو ته باید له ټاکلي وخته مخکې ځان ورورسوو او مطالعه یا مخکې له مخکې تیارۍ ورته ونیسو.

خو پېغله پاکيزه بیا هغه څوک ده چې سي وي بل چا ورته جوړه وه او شارټ ليست شوې هم وه خو په انټرويو کې ولې ناکامه شوه؟ ځکه چې سي وي بل چا ورته جوړه وه او مبالغه یې پکې کړې وه، نو کله چې انټرویو یا کاري مرکې ته هغه ادارې ته ورغله، ګونګه پاتې شوه.

کله کله د کاميابۍ او ناکامۍ تر منځ ډېره کمه فاصله وي. شفيقې نېکزاد د انټرويو د ځای دقیق ادرس نه واخیستی، که لږ نور ځنډ يې هم کړی وای نو ښايي نن به یې دنده نه لرله.

یو ځوان صاحب نظر سېدخالد سادات د آغلې نېکزاد دې خبرې ته په اشارې سره په انټرويو یا کاري مرکه کې ځينې مهمې خبرې راپه ګوته کوي او وايي چې په وخت تګ مو د انټرويو اخيستونکو په مخکې موقف لوړولی شي.

محمداصف جلالزی هم دې ته ورته خبرې لري او زیاتوي چې که د کاري مرکې یا انټرويو لپاره په ایمیل خبر درکړل شوی وي نو ځواب یې کړئ او د ورتګ اطمنان ورکړئ، چې دا ستاسې پر شخصیت ښه اغېز کوي، ښاغلی جلالزی زیاتوي چې مرکې ته له ورتګه وړاندې د اړوند ادارې په اړه مالومات ترلاسه کړئ، د ټولو ضروري اسنادو کاپي له ځانه سره ولرئ او خپل ظاهري لباس او پاکوالي ته هم خاص پام وکړئ.

د کاري مرکې یا انټرويو لپاره د ظاهري قیافې د جوړولو او ادارې ته تر ټاکلي وخته یو څه مخکې د ځان رسولو تر څنګ د انټرويو لپاره چمتوالی یا تمرين هم ډېر مهم دی، ما وېل ځينې ځوانان له انټرويو یوه وېره لري او زر تر تاثير لاندې راځي، يا په اصطلاح بې جر‌ءته کیږي، دوی باید څه وکړي چې دغه ډار يې راکم او یا ورک شي؟ د دې پوښتنې ځواب هم محمداصف جلالزي راکړی، دی وايي که غواړئ د انټرويو پر مهال تر تاثير لاندې رانشئ نو مخکې له مخکې د مرکې اړوند پوښتنې ځان ته جوړې کړئ او له ځانه سره یې تمرين وکړئ.

محب الله حنیفي هم تر مرکې مخکې تمثیلي تمرینونه کړي او وايي چې هر ځل یې ډېره ګټه رارسولې ده.

ښاغلی جلالزی مو د مرکه کوونکو یا د انټرويو اخيستونو له ځينو مېتودونو خبروي او وايي چې ښايي په کاري مرکه یا انټرویو کې د مرکه کوونکو له څو ډوله چلند سره مخ شئ. کله ښايي په ډېره دوستانه فضا کې پوښتنې درنه وشي خو کله ښايي جدیت پکې واوسي.

کله کله په انټرويو کې د لوړ معاش غوښتنه، د ځان په اړه ناسم مالومات ورکول او په هر څه د پوهېدلو ادعا کول هم د یو چا د ناکامه کېدو سبب ګرځېدی شي، دا خبره سېدخالد سادات کوي، دی دا خبرې د خپل یوه ملګري د کیسې په کولو راسره شریکوي چې په یوه انټرویو کې یې د ځان په اړه ناسم مالومات ورکړي وو او د لوړ معاش غوښتنه یې کړې وه، ځکه پکې بریالی شوی نه و.

د کاري مرکې یا د انټرويو په پای کې مرکه کوونکي پوست ته کانديد سړی پوښتي چې که له دوی کومه پوښتنه لري؟ محمداصف جلالزی وايي چې په داسې وخت کې د کانديد چوپ پاتې کېدل مناسب کار ندی، دی وايي چې که چېرې د پوسټ اړوند کومه طرحه یا پلان له انټرويوکوونکو سره شریک کړئ نو د کامیابېدو چانس مو ډېريږي.

په دې هیله چې ننۍ تاندې څانګې د یوې برېالۍ کاري مرکې یا انټرويو ګټور چلونه درزده کړي وي.

. تاندې څانګې پر فېسبوک پېډا کړئ او د خپرونې په اړه نظر راته پرېږدئ، پته ده: facebook.com/tandysangy

او د نورګل شفق پردې بریښنالیک پته خپل پېغامونه راولېږئ: ShafaqN@rferl.org

جوړوونکی: نورګل شفق

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:13 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG