د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۸

کرنې وزارت بېوزلو کورنيو ته د مالدارۍ او فارمونو زمينه برابروي


کرنه او مالداري زموږ د هېواد د اقتصاد یوه مهمه برخه ده، اکثره کلیوال له همدې لارې نه دومره پیسې ګټي چې د کورنۍ ډیرلګښونه پرې برابر کړي.

د کرنې وزارت په دې وروستیو کلونو کې په ځینو داسې پروژو کار پیل کړي چې بې وزله او غریبه کورنیو سره د مالدارۍ او چرګانو ساتلو په برخه کې داسې مرسته وکړي چې هغوی ته پرته له قرضې نه څاروي، غواګانې او چرګان ورکړي، ورسره په خوا کې یې د ساتنې لارې چارې هم ور زده کوي.

د دې وزارت مسولین وایي چې دوی له داسې کسانو سره مرسته کړې چې تراخري حده بې وزلي و.

د مالدارۍ ګټه هغو کسانو ته مالومه ده چې مالونه یې ساتلي.

د قره باغ اوسیدونکې حاجی حضرت اله د څارویو له ګټې سره هغه ستونزې هم یادوي چې دوی ورسره مخ دي.

که چېرې د مالدارانو ستونزې حل نه شي نو ورځ تربلې به حیوانات کم شي.

حاجي ثناګل وایي چې پخوا یې په سلګونو څاروي لرل خو اوس شل هم په ډیرې سختۍ ساتي.

سید امان چې یوه غوا لري وایي، تیرکال د کرنې وزارت مسول کسان د دوی سیمې ته ورغلي و، له دوی سره یې وعده کړې وه چې د مالدارۍ په برخه کې به مرسته ورسره کوي، خو بیا یې دوی هیرکړل، ترننه یې درک نشته.

د مالونو او چرګانو محصولات ته بازار موندنه بیا د مالدارانو یوه بله ستونزه ده چې دوی ورسره مخ دي، فرهاد جان وایي چې د کرنې وزارت دوی ته ویلي و چې دوی ته به بازاریابي کوي، خو دا کار یې ونه کړ.

راپور: لیکونکې فرشته

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:05 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG