پیاده رو یا پلې لاره لکه څنګه یې چې له نوم نه ښکاري؛ د پیاده خلکو د تګ - راتګ لاره ده؛ په حقوقي لحاظ هم پیاده رو د پیاده خلکو حق کڼل کیږي. خو په دې وروستیو کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خلکو په ځینو حقونو تیری شوی چې یو هم د عامو خلکو د لارو بندیدل دي او دا د انساني اخلاقو خلاف کار هم دی.
موږ د کایل ښار په پلې باغ عمومي کې له دوو تنو هغو کسانو سره غږیدلی یو چې په پیاده روکې یې سودا خرڅوله.
یو خو په ښار او بازارکې پیاده رونه دي چې سودا خرڅونکو بند کړي؛ بل د استوګنې په سیموکې هم اکثره پلې لارې د ځینو کسانو له خوا نیول شوي.
د کابل د کارته نو اوسیدونکی جمال وایي چې د دوی په سیمه کې پلې لارې ټولې بندې دي.
خو د ځینوسیمو خلکو په خلپو کې سره ټول شوي او په ګډه یې د خپلو لارو او کوڅو لارې پخې جوړې کړي. د کابل د کارته چار اوسیدونکی نعمت اله وایي چې دوی په خپل شخصی لګښت پیاده رونه جوړ کړي دي.
د کاپیسا ولایت هم له هغو ولایاتو څخه شمیرلی شو چې خلک یې په ډله ییزه توګه سره ټولیږي داسې کار کوی چې د ولس په ګټه وي. ډاکتر محب اله وایي چې هغوی د پیاده رو خبره په شورا کې حل کړې.
لیکونکې: فرشته مرسل