د افغانستان ولسمشر په دغه هېواد کې د ټولو پوځي تدارکاتو د تړونونو د بیا ارزونې سپارښتنه کړې ده.
دا غوښتنه وروسته له هغه مطرح شوې چې د سون موادو په برخه کې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه ځکه لغو شوه چې ادعا کیږي د یو شمېر قراردونو په داوطلبۍ کې درغلي شوي دي.
ولسمشر غني د پوځي تدارکاتو د تړونونو د بیا ارزوني مشري، خپل یوه نژدې متحد او د اقتصادي چارو پوه حمیدالله فاروقي ته سپارلې ده.
ښاغلي فاروقي ویلي له یونیفورمه نیولې تر وریجو پورې د پوځیانو دولس لوژستیکي قرادادونه اوس تر ارزونې لاندې دي.
نوموړي رویترز خبري اژانس ته ویلي چې ښایې د دې ارزونې لومړنی پړاو په راتلونکې یوې یا دوو اونیو کې بشپړ شي، خو د نورو جزییاتو له ورکولو یې ډډه وکړه.
رویترز خبري اژانس د افغان دولت د یوه چارواکي له قوله لیکلي چې د سون موادو تړونونه د هغو تحقیقاتو په نتیجه کې لغو شوي چې امریکا په دې برخه کې کړې وه.
نوموړي چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې ویلي چې اشرف غني د ټولو لوژیستیکي تړونونو په اړه د ارزونې غوښتنه کړې ده.
اشرف غني تیرکال د ولسمشرپه توګه د لوړې پرمهال ژمنه کړې وه چېاختلاس او مالي فساد به له منځه وړي.
تیر کال د شفافیت نړېوال سازمان افغانستان د نړۍ څلورم فاسد هیواد اعلان کړی وو.
د فساد په وړاندې د مبارزې دا نوی اقدام داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې ولسمشرغني د روانې میاشتې په پای کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړي. دی به په دې سفر کې هڅه وکړي مرسته کوونکو ته ډاډ ورکړي چې د هغوی مرستې به تر پخوا په احتیاط او ښه توګه مصرف شي.
دا ستونزې وروسته له هغه راپور ته شوې چې د افغانستان د بیا رغوني په برخه کې د امریکا د لګښتونو د سرمفتش ادارې /سیګار / چارواکو له افغان ولسمشر سره ولیدلاو د سون موادو د قراردادونو په اړه د درغلیو اندیښنې یې ورسره شریکې کړې.
سیګار د هغو څه باندې ۱۰۰ میلیاردو ډالرو څارنه کوي چې د افغانستان د بیارغوني په برخه کې مصرف شوي دي.
تمه ده افغان ولسمشرامریکا ته د روان مارچ په سفرکې واشنګټن ته ووایي، چې په ۲۰۱۶ کال کې له افغانستانه د امریکایي سرتیرو د وتلو پلان ورو پر مخ بوزي.
په سپتمبر کې د ولسمشر په توګه تر ټاکل کیدو راوروسته اشرف غني د خپل تر ټولو لوی مرسته کوونکي هیواد امریکا سره د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره ډیر کار کړی دی.
دغه اړیکي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کې خړ پړي شوي وې.