د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۱

خسرګنۍ باید له نوې ناوې سره څه ډول چلند وکړي؟


له نوې واده شوې ناوې سره یې خسرګنۍ باید څه ډول چلند وکړي چې هغه په خپل نوي کور پورې زړه وتړي؟

په اکثره کورنیو کې دا رواج دی چې کله نوې ناوې ورکره راشي؛ سمدستي ترې د لویو کارونو توقع لري؛ د کور ټول کارونه باید ژر او په ښه توګه تر سره کړي، باید د ټولو خیال وساتي، د چا ځواب باید ونه وایي، د واړه او زاړه قدر وکړي. مګر حقیقت دا دی چې دا هر څه دومره آسانه نه دي؛ د خلکو تر منځ یوه اصطلاح ده چې وایي؛ پردی کور داسې وي لکه توره شپه؛ چې په هره خوا ځې لار به درنه ورکه وي.

یو انسان چې له ماشومتوبه په یوه کور کې د همغه کورنۍ له رسم؛ دود، رواج، خویونو او عادتونو سره ستر شوي وي؛ طبعي ده چې په نوي محیط کې به دا هر څه ورته نوي وي؛ نو په کار ده چې، کورنۍ او په ځانګړې توګه میړه او خواښې له نوې واده شوې ناوې سره ښه چال چلند وکړي؛ تر څو دا په خپل نوي کور پورې زړه وتړي او د کور د خلکو په خوی بلده شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG