د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۰

په نجونو او مېرمنو کې د کم خونۍ عوامل څه دي؟


د وینې کموالی یا کم خوني یوه عامه ناروغي ده چې ډیری نجونې او مېرمنې پرې اخته دي. یوه نجلۍ کیدای شي له ماشومتوب نه په کم خونۍ اخته وي خو کله چې د بلوغ سن ته ورسیږي؛ علایم یې را برسېره کیږي.

د کم خونه نجونو اکثره وخت فشار ټیټ وي؛ سر پرې ګرځي، حوصله یې کمه وي او د زړه تنګۍ احساس کوي؛ نو کورنیو په ځانګړې توګه میندوته لازمه ده چې نجونو ته ډیره پاملرنه وکړي.

د خپرونې په دوهمه برخه کې پر دې غږیږو چې اکثره خلک خپلې مېرمنې ډاکتر ته نه بیایي او دا ورته شرم ښکاري.

په دې نژدې ورځو کې د کندز په ولایت کې یوه حامله مېرمن چې ناروغه وه خاوند یې ملا ته وروستې؛ ملا هم په دې بهانه چې دا مېرمن پیریان لري؛ لاسونه او پښې ورته تړلي او دومره یې په لښتو وهلې چې د اتو میاشتو ماشوم یې هم په نس کې مړ شوی.

جوړونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:45 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG