د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۳۳

وطن پرسته او هڅاند ځوان رفیق ځاځی

محمد رفیق ځاځی
محمد رفیق ځاځی

د ښو ټوپکو اوستاکاره!

د ښو ځوانانو خون به ستا له غاړې وینه،

ځينو ځوانانو ته په بوکس پنجې، برچې یا چړې او د ډول ډول وسلو او جارحه وسایلو په ګرځولو ځان ښه ښکاري، خو رفیق ځاځی د علم او پوهې په برکت د انسانیت تر لوړو پوړیو رسېدلی. وسلې دې ورکې شي، تر دې موضوع وړاندې مو په ننۍ تاندې څانګې کې د دغه ځوان له فعالیتونو خبروو.

محمدرفیق ځاځی د پکتیا د اریوب ځاځیو سیمې، د برو علی سنګیو کلي دی، چې اوس په سوډان هېواد کې له ملګرو ملتونو سره په نړېوال ماموریت مصروف دی خو څومره په اسانه چې ما دا خبره وکړه په دومره اسانۍ ده خپل ژوند ندی بدل کړی. ډېر مشکلات او لوړې ژورې یې لېدلي دي. دی په کوزه پښتونخوا کې د مهاجرت د وختونو کیسه کوي چې پوهنتون ته بریالی شو خو اقتصادي ستونزو یې پښې تړلې وې.

کله کله قسمت عجبه چارې کوي، د رفیق ځاځي بخت یوه ورځ داسې بېداره شو چې بیا کله خوب یونه ووړ، دی یوه خاطره راسره شریکوي چې د لومړي ځل لپاره ورته په ملګرو ملتونو کې دنده پېدا شوه:

″د طالبانو له دورې وروسته په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر موټروانان په کار وو، د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه، زه هم ورغلم، خارجي غږ وکړ او ما په انګریزي ورسره خبرې پېل کړې، هغوی حیران شول چې څنګه دومره تنکی زلمی داسې ښه انګلیسي وايي، ورته ومې ویل چې زه موټر نشم چلولی او یو اداري کار غواړم، هماغه و چې ما ته یې اداري کار راکړ.″

محمدرفیق ځاځي په ښه معاش یو ښه ځای کې دنده درلوده خو بیا هم دې خبرې ته په تشويش و چې د خپلو همځولو په څېر لوړې زده کړې نشي کولی، نو په دوو مختلفو شخصي پوهنتونو کې یې درس پېل کړ او د لیسانس تر کچې یې د ادارې او تجارت په برخه کې زده کړې وکړې. چې سوډان ته ورسېد هلته هم ده غوښتل چې تر چا کم وانه ووسي نو څه یې وکړل. د نړۍ په یوه وتلي پوهنتون (لېورپول) کې یې انلاین ماسټري پېل کړه او د ۲۰۱۴ کال په وروستۍ میاشت یې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ.

وطن پرستي هم حد لري. رفیق ځاځی د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ګډون، د خلکو تشویق او د خپلې یوې رایې د کارولو لپاره له سوډان هېواده افغانستان ته راغی او بېرته په مازدیګر خپلې وظیفې ته ستون شو.

اوس ځوانانو ته د پرمختګ ډېر فرصتونه شته، باید د زده کړو د نه کولو لپاره بهانې ونه لټوي. دا خبره هم رفیق ځاځی کوي او وايي چې د ملګرو ملتونو هغه پوسټ ته چې اوس دی کار پکې کوي، د نړۍ له مختلفو هېوادونو نږدې ۵۰ زره کسانو ځان کاندید کړی و، خو چې د شلو، پنځوسو زرو کسانوتر منځ یو افغان ځوان (رفیق ځاځی) ځان ځلولی شي نو بل څوک ولې داسې نشي کولی.

د وسلې او جارحه وسایلو ګرځول خطرناکه دي.

رفیق ځاځی د خپل کلي ګاونډ خلکو ته د علم او پوهې په برخه کې اوس يو ښه مثال ګرځېدلی. خو یو شمېر نور ځوانان بیا په څه ډول کارونو کې نورو ته ځان مثال ګرځول غواړي!؟ نجیب الله، ګلالۍ او علي زی وايي چې اوس وسله ګرځول د ځینو ځوانانو هغه د چا خبره فیشن یا سټایل ګرځېدلی، دوی ته په دغه کار ځانونه ښه ښکاري خو دا یو غېرقانوني کار دی. ګلالۍ همدا راز د کابل د خیرخانې سيمې د دوو قومندانانو د زامنو تر منځ د شخړې خبره کوي چې وروسته پکې د یوه قومندان زوی ووژل شو.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په خبره دوی په ځینو دلایلو د ټولو جارحه وسایلو خرڅلاو نشي منع کولی
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په خبره دوی په ځینو دلایلو د ټولو جارحه وسایلو خرڅلاو نشي منع کولی

په لویو ښارونو خصوصاً په کابل کې له ځینو خصوصي تلويزیونو داسې جنګي، له وهلو ټکولو او له مرګ ژوبلې ډک سیریالانو یا ډرامې خپریږي چې د ډېرو پر فکرونو یې منفي اغېز کړی، عبدالکریم د خپلو اولادونو خبره کوي چې د همدغو سېریالونو له برکته پلاستیکي ټوپک او تفنګچو ته نیم ستریږي او لوبې یې هم تمثیلي شخړې او وژل وي.

خبره د لوبو د وسایلو شوه، په کابل کې د پل خشتي جومات مخې ته په کراچیو کې ډول ډول چړې یا برچې، بوکس پنجې او نقلي توفنګچې خرڅيږي خو پولیس څه نه وايي، د همدې توکو یو خرڅوونکی یارمحمد وايي چې یوه ورځ د دوو ځوانانو جنګ و، ېوه بې سواله بې ځوابه زما له کراچۍ برچې واخيسته او پسې منډې یې کړې.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش په خبره دوی په ځینو دلایلو د ټولو جارحه وسایلو خرڅلاو نشي منع کولی. دی همداراز وايي چې هره ورځ د کابل ښار له مختلفو سیمو ګڼ هغه کوڅه ډبه کسان راټولوي چې نور ځوروي، ښاغلی دانش زیاتوي:

″د ټولو جارحه وسایلو لکه چاقو، قیچې او د نورو خرڅلاو موږ نشو منع کولی ځکه دا د کورنیو له ضرورتونو څخه دي، خو بوکس پنجې او نورې برچې یا غټې چړې موږ منع کړي، پخوا د کابل په اوله او دویمه حوضه کې خرڅېدلې، ترې راټولې مو کړې خو که له یوه ځوان سره بوکس پنجه او یا برچه نېول کیږي نو هغه جرم حسابيږي. او بله دا که چېرې یو ځوان سره د کوم بل چا لیسنس لرونکې وسله نېول کیږي نو دواړه قضايي ارګانونو ته معرفي کیږي، ځکه چې هيڅ دویم کس باید د چا له داسې وسلې استفاده ونه کړي.″

کاش وسلې نه وای، که خدای مه کړه جنګ وای نو د سوک څپېړې جنګ به و، یو دوه ورځې مرورتوب به و او بیا به ملګرتیا وه. داسې څه حاجي اسماعیل د یوې ممثلې له خبرو رانقلوي او وايي چې دا د هر ځوان لپاره یو ښه پېغام لري.

د ټولنيزو چارو کارشناس او ژورنالیست عاشق الله یعقوب وايي چې د وسلو ګرځول له پخوا راهيسې د ځان د دفاع لپاره رواج شوي وو خو اوس یې ځينې کسان په منفي ډول کاروي. دی له ځانه سره د وسلې او نورو جارحه وسایلو ګرځول خطرناک بولي اوځوانانو ته وايي چې اوسنۍ وسله ټوپک نه بلکې علم، پوهه، قلم او کتاب ده.

همځولو نواوس خوښه ستاسې چې په کومه وسله ځان سینګارول غواړئ.

د تاندې څانګې خپرونې په اړه که غواړئ نو پر فیسبوک پاڼه یې نظر راته پرېږدئ، پته ده: facebook.com/tandysangy

د نورګل شفق په دې بریښنالیک پته هم خپل پېغامونه رالېږل شئ: ShafaqN@rferl.org

جوړوونکی: نورګل شفق

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:29 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG