د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۳

د افغانستان د بالاحصارانو تاریخچه


بالاحصار یو ترکیبي نوم دی چې بالاد لوړاو حصار د کلا مانا لري، په پخوانیو وختونو کې به د وخت حاکمانو په هره سیمه کې په یوې لوړې غونډۍ ستره کلا جوړوله او له یادې کلا څخه به یې ګېر چاپیره خندق واهه، دغه حاکمان به په همدغه کلاو کې اوسېدل او د ژوند ټول سهولتونه به یې همدلته برابر کړي وو.

د دغو بالاحصارونو دیوالونه به ډې قوي او غښتلي وو، د دیوالونو سره تړلي ستر برجونه یې هم لرل، چې د څوکیدارۍ لپاره به ترې کار اخیستل کېده او ګرد چاپیره ترې یو سترخندق هم وهل شوی وو، چې د خطرپه وخت به یې یاد خندق له اوبو ډکاوه، ترڅو د حملې پر وخت دښمن په اسانۍ سره کلا ته نږدې نه شي.

د هېواد سربیره د سیمې په یو شمېر هېوادونو کې ګڼ شمېر بالاحصارونه شته، چې د وخت حاکمانو به یاد بالاحصارونه د دفاع او څار لپاره کارول، چې ترډېره به په کې نظامي ځواکونه او حاکمان اوسېدل.

د افغانستان په هرات، غزني، هلمند، بلخ، ګردیز، خوست، کابل او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د سلګونو کلونو پخواني کوچني او لویې بالاحصارونه شته، چې ځیني یې په بشپړ ډول تخریب شوي او ځینې یې نیمه تخریب شوي دي، په یادو شویو بالاحصارونو کې یې په یو شمېر کې عامه ښارونه هم موجود وو او ځینې یې یوازې پوځې کلاوې وې .

د کابل ښارد جنوبي برخې په څنډو کې یوه لوړه او پخوانۍ کلا چې ځای، ځای نړېدلې ښکاري، د دېوالونو ډېری برخې یې تخریب شوي او د ځینو نړېدلو دېوالونو پرځای یې سم خاردار پروت دی، ترسترګو کیږي.

دا پرغونډۍ جوړه شوې پخوانۍ کلا چې ځای،ځای تخریب شوې وران شوي دیوالونه یې د دې ګواهي ورکوي، چې سلګونه کاله پرې اوښتي، د کابل بالا حصار په نوم ياديږي، چې له پخوا زمانې راهيسې د څاراودفاع لپاره کاريدلې ده.

ویل کیږي چې دا کلا د میلاد له دویمې نه تر پنځمې میلادي پیړۍ په حدودو کې جوړه شوې ده، د شير دروازې نه بره دا د زوړ کابل ښار يوه نه بيليدونکې برخه وه.

لرغون پوهانو څو کاله وړاندې دلته د کشان وختونو د ژوند نښې پېدا کړې وې، چې نوموړی په لومړیو ميلادي پيړیو کې د افغانستان واکمن و.

د کابل بالاحصارچې ځینې یې د بالا حصار ښار بولي شا او خوا څلور کیلومتره مربع مساحت لري او په بیلابیلو وختونو کې یې په دا خل کې ودانۍ جوړې شوي دي.

د بالا حصار ځينې بهرني ديوالونه د تيږو،خټې ،چونې او ګچو نه جوړ دي او په ځينو ځايونو کې پکې د تکیي لپاره د لرگي تيراو کله کله ددې د پاسه پخې خښتې ولگول شوې دي.

د بالا حصار ګېر چاپیره خندقونه هم کېندل شوي وو، چې په بیلابیلو وختونو کې تازه شوي دي، چې اوس خو یې بیخي نښې هم له منځه تللي. د بالاحصار پر کلا د وخت ډېرو کمو حاکمانو زړه سوزولی او نور څوک چې راغلي له یادې کلا څخه په جګړې وتي او د کلا ځینې برخې یې ورانې کړي دي.

پر یادې کلا د درنو جګړو،یرغلونو او وژنو لسګونه پېښې راغلي، وینې په کې بهیدلي او د ډېرو ککرۍ په کې هوارې شوي دي، که چېرې دغې اوسنۍ ورانې کلا ژبه لرلی نو د لویو پېښو تر څنګ به یې د بې شمېرو نورو وړو وړو پيښو حال هم راته ويلی وی.

لیکونکی: محبوب شاه محبوب

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG