د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۹

ټیلګراف: افغانستان زموږ ویتنام دی

د غرب ډيرو ورځپاڼو بیا هم د سعودي عربستان د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزیز ال سعود پر مړینه مقالې خپرې کړې دي.

د افغانستان ولسمشر او د نړۍ د نورو ډيرو هیوادونو مشران پرون او وړمه ورځ د غمشریکي لپاره ریاض ته ولاړل.

خلیج ټایمز

خلیج ټایمز په دې اړه په یوه مقاله کې لیکلي:

"د عبدالله بن عبدالعزیز ال سعود د واکمنۍ زیات وخت د سپټمبر د یوولسمې د حملې؛ په عراق او افغانستان کې د تروریزم ضد جګړې او په منځني ختیځ کې د سیاسي بې ثباتیو په جوش کې تیر شو."

د خلیج ټایمز په لیکنه، د پخواني پاچا عبدالله بن عبدالعزیز له نظره تروریزم او افراطیت یو ستر مصیبت و او د حل یوازنۍ لاره يې د دې مصیبت د ریښو ایستل ګڼله.

خلیج ټایمز لیکي، د زیاتو اسلامي او عربي هیوادو رهبران به د مشورې لپاره ورته راتلل.

خلیج ټایمز د سعودي عربستان پخوانی پاچا عبدالله بن عبدالعزیز ال سعود هغه محتاط اصلاح غوښتونکی بللی چې په اسلامي او عربي هیوادو کې پر خلکو ګران و او د ورځپاڼې په وینا؛ په ټوله اسلامي نړۍ کې د سولې لپاره هڅې یې نه هیردونکې دي.

فوکس سپورټس:

راتلونکې میاشت (فبروري) په اسټرلیا کې د کرکټ نړیوالې سیالۍ پيلیږي.

فوکس سپورټس خپرونې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د روزونکي /کوچ له مرستیال پیتر اندرسن سره مرکه خپره کړې ده.

ښاغلي انډرسن تردې مخکې د اسټرالیا د کوینزلنډ ښار د کرکټ په ټيم کې لوبه کوله او فوکس سپورټس خپرونې ته یې ویلي: "په افغانستان کې څه باندې دېرش کاله جنګ شوی او د ملي ټيم هر غړی ځان ته کیسه لري. د دې ټيم غړي د جنګي هليکوپټرو او الوتکو تر غربا لاندې تمرین کوي او هره شیبه د جګړې تر سیورې لاندې وي؛ ځکه کابل یو خطرناک ښار دی."

د فوکس سپورټس خبریال له پيټر انډرسن څخه پوښتنه کړې چې په اسټرالیا کې د کرکټ په نړیوالو مسابقو کې ګډون افغانستان ته څه ارزښت لري؟ ښاغلي اندرسن یې په ځواب کې ویلي:

"ډير زیات. که چېرې د دې هیواد د ځوانانو له نظره ورته وکتل شي؛ دا ښايي تر ټولو لوی او مثبت پرمختګ وي."

ایا د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کوم غړی شته چې په نړیوالو سیالیو کې خلک حیران کړي؟

پیټر اندرسن د دې پوښتنې په ځواب کې ویلي:

"هو! موږ یو کرکټر لرو، نجیب نومیږي او د ایرلند پر وړاندې لوبه کې یې په پينځوسو بالونو اتیا رنزه وګټل.نجیب کیڼ لاسی او خطرناک دی."

د افغانستان د کړکټ د ملي ټیم د روزونکي اسټرالیايي مرستیال ویلي چې په دې هیواد کې د خپلو تجربو پر بنا یو کتاب لیکي.

ټیلګراف:

ټیلګراف ورځپاڼې د افغانستان په اړه په مقاله کې له ناول لیکونکی اندرو اوهاګڼ سره خبرې کړې دي.

اوهاګن په خپل ناول [The Illuminations ] کې د افغانستان د جګړې کیسه کړې او ټیلګراف ته یې ویلي: "افغانستان زموږ ویتنام دی."

دې لیکوال د کتاب د بشپړولو لپاره پينځه کاله کار وکړ او په ۲۰۱۳م کال کې کابل ته د خپل تګ په اړه وايي؛ د کابل په لیدو مې غوني والوتل.

افغانستان هغه هیواد دی چې د نامعقولو سیاستونو په منځ کې راګیر دی. اندرو اوهاګن ورځپاڼې ته ویلي؛ دا هغه جګړه ده چې ماتې په کې خورو او سم نه ورباندې پوهیږو.

This item is part of
XS
SM
MD
LG