د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۵۸

د سپورت په ډګر کې د حلیمې سنګر لاسته راوړنې

په دې خپرونه کې لومړی هغه مېرمن درپیژنو چې له ډیرو کلونو راهیسې ورزش کوي او په دې برخه کې مېرمنو ته یې ډېر کار کړی.

په دوهمه برخه کې، ځینې خلک واړه او ضعیفه کارونه ولې یواځې ښځو ته منسوبوي؛ لکه ښځو غوندې ژاړې یا ښځو غوندې ویریږې؛ ایا واقعاً یوازې ښځې ویریږي؟

په افغاني ټولنه کې ډیرې داسې مېرمنې شته چې لوی کارونه کوي؛ د ژوند له سړو تودو سره مبارزه کوي او په دې توګه ځان او نورو ته خیر ښېګڼه رسوي.

حلیمه سنګر یوه له همدې مېرمنو نه ده چې په ورزش کې ډیرې لاس ته راوړنې لرلې او ډیرې شاګردانې روزلي دي.

مېرمن سنګر په ۱۳۵۸ کال کې د تربیت بدني له انسټیټیوټ نه فارغه شوې ده او په ګڼو رشتو لکه والیبال، فوټبال، باسکیټبال او نورو رشتو کې مهارت لري.

د خپرونې په دوهمه برخه کې په دې غږیږو چې زموږ په ټولنه کې ډېرې خلک ځینې واړه او ضعیفه کارونه ښځوته نسبت ورکوي،که ماشوم ژاړي ورته وایي ښځه خو نه یې چې ژاړې یا که څوک له تیارې یا له بل څه نه ویریږي ورته وایي ښځې غوندې ډارن یې او داسې ډېرې نورې خبرې.

خلک ډار، ترس او نور هغه کارونه چې د دوی په تاوان دي؛ په ښځو یې ور تپي، په داسې حال کې چې ژړا، خندا، ډار او دې ته ورته پدیدې د انسان په وجود کې طبیعي خبره ده. نو موږ ټولو ته په کار ده چې ټولو انسانانو ته په نیک نظر وګورو او هغه نیمګړتیاوې چې د هر انسان په وجود کې دي؛ یواځې ښځو ته راجع نه کړو.

جوړونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:22 0:00
مستقیم لېنک

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG