ماشومان د تنکیو ګلانو په څېر دي چې په لیدلو یې هر انسان د خوښۍ احساس کوي او هر مور او پلار دا هیله لري چې روغ ماشومان ولري؛ تر څو یې دوی او ټولنې ته خیر ښېګڼه ورسیږي. خو شته داسې کورنۍ چې له اندازې زیات ماشومان دنیا ته راوړي؛ ژر ژر یې راوړي او د ولادت تر منځ هغه ټاکلې فاصله نه مراعاتوي.
بې له ځنډه ولادت مور او ماشوم ته زیاتې ستونزې پیدا کوي؛ که مور هر کال ماشوم وزیږوي؛ وجود یې کمزوری کیږي او د کم خونۍ له مشکل سره مخ کېدای شي.
بله اساسي موضوع دا ده چې که مور په ولادت کې ځنډ نه راولي؛ نو ماشوم ته یې هم تاوان رسیږي؛ ماشوم باید دوه کاله د مور شېدې وروي او که بل ماشوم ژر ورپسې پیدا شي؛ نو د مور شیدې ورته په منظم ډول نه رسیږي.
د ماشوم پیدا کېدل د ښځې او نارینه په ګډ تفاهم تر سره کیږي؛ یعنې مور او پلار دواړه تصمیم نیوونکي دي؛ خو ځینې نارینه بیا د مېرمنې غوښته په نظر کې نه نیسي او غواړي چې ډېر ماشومان ولري؛ دا چې میرمن یې د پرله پسې ماشومانو د راوړلو توان لري او کنه؟ دې موضوع ته هیڅ توجه نه کوي؛ نو ښځه هم مجبوره ده چې تحمیل شوی ماشوم نړۍ ته راوړي.
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ