د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۱۵

د غزني ځوانانو ستونزې!

نننۍ خپرونه مو خاص د غزني ځوانانو ستونزو ته ځانګړې کړې. دوی له کومو مشکلاتو سره مخ دي؟ په تېرو دوولس، دیارلسو کلونو کې په کومه برخه کې لاس ته راوړنې لري او په کومه کې توجه نده ورته شوې؟ په دې اړه د غزني ولایت له ځینو ځوانانو او په پارلمان کې د یاد ولایت له وکیلانو سره غږېدلي يو.

٭٭٭

تعليمي ستونزې:

له غزني ولایته که کله د ناامنیو او پرضد یې د ولسي پاڅونونو خبرونه خپاره شوي نو کله مو بیا د اسلامي فرهنګ او تمدن د مرکز په توګه د غزني د غوره کېدو په ویاړ خوشاله کوونکي خبرونه اورېدلي. دلته خبره د ځوانانو ده. چې د غزني ځوانانو ته په دې تېرو څو کلونو کې څه شوي؟

پېل یې له تعليمي برخې کوو، تعليمي برخه څنګه وه او اوس څنګه روانه ده؟ د غزني اوسېدونکی ځوان عنایت الله ناصر چې د غزني د روڼ اندو ځوانانو د جرګې مشر دی، د دغه ولایت د ځوانانو د تعليمي ستونزو په اړه وايي چې اوس هم د غزني په نږدې دوولسو ولسوالیو کې ښوونځي خصوصاً د نجونو پر وړاندې تړل شوي او چې چېرې ښوونځي شته د هغوی کیفیت ډېر ټيټ دی.

محمد حنیف الهام هم د غزني دی، دی وايي چې د غزني د ځینو ولسوالیو ځوانانو په تعليمي برخه کې وده کړې خو ځينې خصوصاً د ناامنه ولسوالیو ځوانان په دې برخه کې شاته پاتې دي او دولتي ادارې ترې نظارت نه کوي.

یو بل غزنيچی زلمی نقیب احمدعزيزي خو بیا وايي چې د مکتبونو د تړلو ستونزه او ډېره نده خو که یو خوا د غزني د معارف کیفیت ټيټ دی نو بلخوا وړ استادانو ته د تدریس موقع نه ورکول کیږي او هغه استادان مقرريږي چې زور او یا واسطه لري.

په پارلمان کې د غزني د خلکو استازی ډاکټرمحمدعارف شاه جهان هم دا ستونزې مني او وايي چې دا ټولې نادودې د بې امنۍ له کبله دي.

٭٭٭

نا امني، فساد او بېکاري:

محمد حنيف وايي چې د تعلیم تر څنګ ناامنۍ د ځوانانو پر کار روزګار او ټولنيز ژوندهم بد اغېز کړې اوښاغلی ناصر وايي چې که یو خوا ناامني او د مخالفینو کړه وړه ځوانان ودې ته نه پرېږدي نو تر څنګ یې د غزني په ادارو کې شته فساد اهل کاره ځوانان له کاره غورځولي دي.

نقیب احمد عزيزي هم وايي چې د غزني د ځوانانو بل لوی مشکل بېکاري ده او خصوصاً د لوسته کسانو بېکاري د ټولنې نورو وګړو ته منفي فکر ورکوي. دی وايي کله چې له پوهنتونه یوه فارغ شوي ځوان ته کار نه پېدا کیږي نو د نورو ځوانانو زړه هم له درسه توريږي.

د غزني د ځوانانو د بېکارۍ په اړه مې د غزني ولایت یو بل استازی چمن شاه اعتمادي وپوښت، نو ده وویل:

″که چېرې د افغانستان دولت د بېکارۍ د له منځه وړلو لپاره منظم پلانونه ونه لري، موږ به په راتلوونکو څو کلونو کې نه یوازې په غزني بلکې په ټول افغانستان کې د بېکارۍ له ستونزې خلاص نشو. دا به همداسې د ځوانانو د اعتیاد،د نورو رواني ناروغېو، د خلکو د ځورورنې او د مهاجرتونو سبب کيږي. زه پخپله د یوه وکيل په حیث له یوه ځوان سره په یوه کار پسې یوې ادارې ته لس ځلې هم تللی یم خو د دې فاسدې ادارې د دې فاسد سیستم د لاسه په سلو کې یو فیصدکه زموږ کار شوی وي، پاتې ۹۹ فیصده ندی شوی او نه کیږي″.

٭٭٭

اعتیاداو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه:

نورو هېوادونو خصوصاً ایران ته د افغانو ځوانانو مهاجرتونو به که تر یوه بریده د دوی د بېکارۍ ستونزه غوڅه کړې وي خو ګڼ شمېر یې د تریاکو او پوډرو له اعتیاد سره بېرته راګرځېدلي دي. غزنيچي ځوانان هم چې په کار پسې ایران ته تللي نو د عنایت الله ناصر پر وینا زیات شمېر یې پر تریاکو روږدي هېواد ته راغلي. او نقیب احمد عزيزي وايي چې همدا بېکاري ده چې له ځوانانو نور کار ورک شي او دې ته پناه وروړي.

ښه نو د اعتیاد د مشکل علت هم که له ځوان پوښتې وايي چې علت یې بېکاري ده او که وکیل یا کوم دولتي چارواکی پوښتې علت یې ناامني بولي. نو د ستونزې د حل هڅه نه کیږي او که خبره چېرې ده؟

بیا هم عنایت الله ناصر ته غوږ ږدو چې د دغو ټولو مشکلاتو پړه په پارلمان کې د غزني پر ۱۱ وکیلانو وراچوي او وايي چې دوی یوازې د څو ولسوالیو استازيتوب کوي، نه د ټول غزني.

خو چمن شاه اعتمادي دا خبره نه مني چې ګواکې دوی د څو ولسوالیو استازیتوب کوي، دی وايي چې موږ ټولو ته په یوه سترګه ګورو او په پارلمان کې د غزني د خلکو بل استازی ښاغلی شاه جهان بیا وايي چې ځوانان له وکیلانو ډېر لوړ توقعات لري چې د دوی له وسه پورته دي.

٭٭٭

ورزش:

ښاغلی عزيزي وايي، لکه څنګه چې په غزني کې د ورزش برخې د پام وړ پرمختګ کړی، همداراز دې ځوانان د چا په تمه نه اوسي او پخپله دې له خپله ځواکه کار واخلي او راپورته دې شي. دی زیاتوي چې نوي نسل ته د خلکو هېلې دي او هغه ورځې لنډې دي چې (غوټۍ به نن سبا کې ګل شي).

د نقیب احمد عزيزي همدې هیلو ته موږ هم خوشبینه یوو او په دې دعا چې په ځوانانو پورې دا تړل شوې هېلې یوه ورځ رنګ راوړي... ننۍ تاندې څانګې پای ته رسوو...

دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي او هره شنبې او تکرار یې سه شنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

www.azadiradio.com

که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:10 0:00
مستقیم لېنک

ShafaqN@rferl.org

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG