د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۲

ایا دود دستور د خپلوانو او دوستانو تر منځ مینه ډیروي؟


د دود دستور تر سره کول هغه څه دي چې اکثرو کسانو ته یې عملي کول ضروري کار ښکاري؛ د خلکو په وینا، دا ښه خبره ده چې د خپلې سیمې دود دستور لکه د کوژدې په دستمال کې پیسې اچول؛ د ناوې روی دیدني ورکول؛ د نوي زیږیدلي ماشوم مبارکي ورکول؛ د مسافر د لیدلو په وخت پیسې کیښودل او داسې نور هیر نه شي؛ ځکه دا ډول دود دستور د خپلوانو او دوستانو په منځ کې مینه ډیروي.

خو په دې شرط چې دا رواجونه له توان سره برابر وي؛ نه داچې له اقتصادي پلوه دومره درانه شي چې د خپلوانو ترمنځ د نږدې والی په ځای د سرخوږي سبب شي؛ دا چې ولې ځینې ملا ماتونکی دودنه ورځ تربلې ډیرږي علت یې د خلکو ترمنځ بې ځایه سیالي ده؛ د ننګرهار اوسیدونکی همایون وایي چې اول د دوی په خپل کورکې له وس او توان نه پورته دودنه کیږی.

د پکتیا اوسیدونکی جاوید بیا وایي چې د دوی به سیمه کې کله چې کوژده کیږي؛ نو د دستمال اخیستلو په وخت پیسې په شکور کې ټولیږي.

له کوژدې وروسته بیا واده وي، په واده کې هم د پیسو راکړه ورکړه ډیره وي؛ لکه کله چې د ناوې موټي خلاصوي ټول راغلي کسان به پیسې په کې ږدي؛ له هغه وروسته بیا د ناورې د روی دیدني په نوم پیسې ټولیږي.

د کابل اوسیدونکې مینه وایي چې دلته هم بیا د خپلوانو په منځ کې بې ځایه سیالي د بې وزلو کسانو ملا ماتوی.

د ننګرهار اوسیدونکې وږمه بیا سره له دې چې په دې هم پوهیږي چې په مبارکي کې له وس او توان نه ډیرې پیسې ورکول د کورنۍ اقتصادته ډیر تاوان رسوي؛ خو بیا هم دا کار کوي.

افغانستان یو بې وزلی هېواد دی؛ دلته ډیر لږ کسان شتمن دي، د ګڼو کسانو په باور دا به ښه وي چې هر سړی له خپلې بړستنې سره پښې وغځوي.

د ځینو سیمو خلک بیا یو له بل سره سیالي نه کوي؛ څه یې چې په توان کې وي هغه په مبارکیو کې ږدي؛ په دې هکله دو تنه د کابل اوسیدونکی وایي چې د دې کار ګټه دا ده چې یوه خو خپله ځان نه قرضداره کوي؛ بل نورو کسانو ته هم دود نه درندوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:29 0:00
مستقیم لېنک

لیکونکې: فرشته مرسل

XS
SM
MD
LG