د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۳

ولې ځېنې نارینه له خپلو مېرمنو سره یو ځای په لاره نه ځي؟


له خپلو مېرمنو سره پر یوې لاره تګ رښتیا د شرم خبره ده؟
په دې نیمه نړۍ کې چې زه مسعوده نیازۍ یې درته وړاندې کوم پر همدې موضوع غږیږو.
خو په سر کې له وږمې رشیدي د ښځو په اړه د اونۍ مهم خبرونه اورو.
درنو اورېدونکو!
زموږ په ټولنه کې یو ناوړه دود دا دی چې اکثره نارینه له خپلو مېرمنو یو ځای په لاره نه ځي او دا ورته یو ډول شرم ښکاري.
ځېنې نارینه داسې فکر کوي که له مېرمنو سره پر یوې لاره لاړ شي خلک به ورپورې وخاندې یا به یې ملګري و ویني او ورته ووایي،چې ته له ښځو سره پر یوې لاره ځې او داسې په لسګونه نورې خبرې.
ځېنې نارینه بیا داسې هم وي چې له خپلې مېرمنې ډیر مخکې روان وي،نو پر مېرمنې یې چې شاته هر ډول ستونزه راځي دی ترې نه خبرېږي.

جوړونکی :مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:33 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG